پاکستان کې د کارباریانو اتحادیې (پاکستان بزنس کونسل) خبرداری ورکړی چې ګڼې بهرملکي (ملټي نېشنل) کمپنیانې پاکستان کې د انټرنېټ د ستونزې (رفتار/ سپید کمېدو) له کبله بهر هیوادونو ته منتقل شوي خو د ايي ټي وزیره بیا وايي په هیواد کې د انټرنېټ رتفار نه دی کم شوی.
پاکستان مطبوعات د پاکستان بزنس کونسل لخوا وايي چې یو شمېر ادارو د وړاندې نه خپلې دفترې د پاکستان نه نورو هیوادونو ته منتقل کړي او ګڼې نورې یې اراده لري.
د پاکستان بزنس کونسل لخوا دا خبردارې په داسې وخت ورکړل شوی د دوبۍ چېمبر اف کامرس په یو تازه خپور شوي رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۹۶۸ پاکستانۍ کمپنۍ په دوبۍ کې رجسټرډ شوي چې ورسره دغه هیواد په دویم مقام دی.
د ادارې تر مخه دغه شمېره د تیر کال په پرتله ۱۷ فیصده زیاته ده. تیر کال هم په دغه موده کې د پاکستان ۳۳۹۵ کمپنۍ رجسټرډ شوې وې. تیر کال د دوبۍ چېمبر اف کامرس سره ۸۰۳۶ پاکستانۍ کمپنیانې رجسټرډ شوې وې.
د پاکستان بزنس کونسل تر مخه د یادو کمپنیانو د پاکستان نه د بهر تلو د نورو علتونو تر څنګ یو لوې علت په هیواد کې د انټرنېټ ستونزه ده. پاکستان کې د مطبوعاتو او د انټرنېټ د څار د ادارو تر مخه په تیرو څو اونیو کې په هیواد کې د انټرنېټ رفتار/ سپیډ ډیر کم شوی چې له سببه یې خلک د انټر نېټ سره تړلي یو شمېر خدمات د پخوا په شان نه شي ترسره کولی.
د انټرنېټ د رفتار د کموالي تر څنګ په پاکستان کې زیاتیدونکې ترهګري، سیاسي بې ثباتي، د بجلۍ زیاتیدونکي قیمتونه او د کاروبارونو شورو کولو لوې مصرفونه د کمپنیانو د وتلو علتونه دي.
هم نن بیا د پاکستان د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزیرې شزه فاطمه په اسلام اباد کې یو خبري کانفرنس کې ادعا کړې چې په هیواد کې نه خو انټرنېټ تړل شوی او نه یې رفتار/ سپیډ کم کړل شوی. شزه فاطمه په هیواد کې د انټرنېټ د رفتار د کمېدو سبب د وي پي اېن زیات کاریدل ګرځولي.
په خبري کانفرنس کې د وینا په وخت وفاقي وزیرې د حکومت لخوا د ايي ټي په څانګه کې د شوو ګامونو دفاع کړې او دعوه یې کړې چې سږ کال د هیواد د تاریخ تر ټولو زیات ايي ټي صادرات شوي دي.
مېرمن فاطمه زیاته کړې چې تیر کال د انټرنېټ د صادراتو حجم ۲.۶ اربه ډالره وو او سږ کال دغه ۳.۲ اربه ډالره ته زیات شوی.
پاکستان کې د تيرو څو ورځو راهسې انټرنېټ سست يا سوکه شوی چې له امله یې نه يواځې انلاين يا په انټرنېټ کاروبار کوونکي، عام خلک او خبريالان هم شکايت کوي، وايي د سختو ستونزو سره مخ دي.
پاکستان کې د انټرنېټ خدمات ورکوونکي اتحاديې په 15م اګست يو بيان کې ویلي، د امنيت او څار سېوا کولو دپاره د حکومتي پرېکړې وروسته په تيرو څو اوونيو کې د انټرنېټ رفتار د 30 نه تر 40 فيصده پورې کم شوی دی.
پاکستان کې په وروستيو کې په مطبوعاتو داسې خبرونه مخې ته راغلي چې پاکستان خواوشا د 30 اربه روپو په مصرف فاير وال لګولی، د کوم مقصد چې د انټرنېټ ټرېفک کنټرول کول، او پاکستان کې انټرنېټ کارونکو دپاره مواد چڼول/ فلټر کول دي.
د پاکستان د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزير مملکت شزه فاطمه خواجه د جمعې په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې د فاير وال لګولو دفاع کړې وه او ويلي یې وو ، د سايبر حملو څخه بچ کېدو دپاره پاکستان انټرنېټ سسټم اپګرېډ کوي.
سېنېټ کې د انفارمېشن ټېکنالوجۍ او کميونيکېشن د غونډې وروسته مطبوعاتو سره خبرو کې شزه فاطمه په ملک کې د انټرنېټ د سستۍ په اړه ويلي، دا د سايبر سيکیورټي يو اقدام دی او په نړۍ کې یې هر حکومت پورته کوي.
د ډېټا پورټل ډاټ کام د رپورټ له مخې، د پاکستان د 240 ملينه څخه زیاتې ابادۍ کې خواو 111 ملينه پاکستان انټرنېټ ته رسايي لري، او پاکستان کې خواوشا 189 ملينه فعاله سیلولر کنکشنې دي.
د پاکستان د مرکزي سټېټ بېنک د شمېرو ترمخه، د تېر مالي کال چې په تيره جولايۍ کې پای ته رسېدلی، د هيواد د آی ټي صادرات يا اېکسپورټ 3.2 بلينه ډالرو ته رسېدلي.
تېره میاشت د پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتارټۍ د انټرنېټ سست کېدل تکنيکي خرابي ياده کړې وه. د انټرنېټ سستۍ سره خبريالان هم وايي د انټرنېټ مسلې د وجې دوي نشي کولی چې خپلو ادارو ته په وخت خبرونه ، عکسونه او ويډيوګانې وليږي.
څيړونکي وايي د انټرنېټ رفتار راکمول د وینا په ازادۍ يو بل قدغن ښکاري.قانون پوهان وايي معلوماتو ته رسايي د هر تن بنيادي حق دی، او د دې نه د خلکو محرومه کول د پاکستان اساسي قانون نه سرغړونه ده.
پاکستان کې له دې وړاندې هم د په انټرنېټ او ټولنيزو رسنيو بنديزونه لګېدلې دي.
د بې پولې خبريالانو تنظيم ار اېس ايف په خپل وروستي رپورټ کې ويلي پاکستان د مطبوعاتو په ازادۍ کې د نړۍ په 180 هېوادونوکې په يو 152 نمبر دی، خو د پاکستان حکومت تل ويلي، د مطبوعاتو په ازادۍ يقين لري او ملکي ګټو ته په کتو سره ولس ته کره معلومات ورکول د هر يو خبريال زمه واري ده.