نوي پارلیمان کې عمران خان احتساب، مخالفین د ټګیو پلټنې غواړي او غړي چغې وهي

د پاکستان په پارلیمان کې د وزیراعظم جوړیدو لپاره د رایو ګټلو وروسته عمران خان د سیاسي مخالفینو سره د حساب کتاب او د مخالفو ډلو، پاکستان مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند مشرانو شهباز شریف او بلال بهټو زرداري په تېرو انتخابونو کې د ټګۍ د تورونو په اړه د پارلیماني کمیشن جوړولو غوښتنه کړې.

د جولاي ۲۵مه د انتخابونو وروسته په نوي پارلیمان کې د حزب اقتدار او حزب اختلاف مشرانو د وینا طرز تند او یو بل ته نېغ په نېغه یا په اشارو سختې خبرې وکړې.

د کرکټ پخواني ستوري او نوي وزیراعظم د مسلم لیګ ګوند د غړو د احتجاجي نعرو ترڅنګ پخپله لومړۍ وینا کې زیات زور په احتساب واچولو. ٫٫ چاته به هم د این-ار-او په شان د جوړ جاړي چانس نه ورکوو.٬٬

د عمران خان اشاره د پخواني پوځي امر جنرل پروېز مشرف لخوا مخالفو ډلو، مسلم لیګ او پیپلزګوند سره پخوانیو جوړجاړو ته وه چې په ګډه د این-ار-او په نوم یادیږي.

عمران خان په لومړۍ وینا کې د هیواد اوسنيو اقتصادي ستونزو، ترهګرۍ او د بهرنۍ نړۍ سره د راتلونکې په تګلاره څه ویلي نه دي.

ځینو پاکستاني خبریالانو په ټیلي ویژن په بحثونو کې د عمران خان وینا سخته وبلله او وايي د وینا نه يې د انتقامي سیاست بوي ختلو او بله دا چې د راتلونکو پنځو کالو لپاره د هغه د تګلارې کومې نښې نښانې ورکې ښکاره نه وې.

د حزب اختلاف د ټولو غټ ګوند پاکستان مسلم لیګ مشر، شهباز شریف پخپله وینا کې په تېرو ټاکنو کې په ټګۍ او د نتیجو د نه منلو خبرې تکرار کړې.

نوموړي د یو پارلیماني کمیشن جوړیدو غوښتنه وکړه چې په ټاکنو کې د ټګۍ د تورونو پلټنې وکړي.

دغه غوښتنه د پیپلز ګوند بلاول بهټو زرداري هم وکړه. هغه د مخالف ډلو د غړو د “شرم، شرم” نعرو تر څنګ په انتخابونو کې د هغه په وینا د ټګۍ او درغلۍ بیل بیل پړاو یاد کړو.

٫٫ د الیکشن نه مخکې او وروستو درغلي شوې. ځینې نتیجې دوه ساعته وروسته او ځینې درې ورځې وروسته اعلان شوي. پولنګ ایجنټان د انتخابي حوضو نه په زور بهر ویستل شوي وو.٬٬

بلاول بهټو زرداري په طنزیه توګه نوي منتخب وزیراعظم عمران خان ته منتخب نا بلکه د خوښ کړل شوی وزیراعظم کلمه وکاروله. د نوموړي اشاره عمران خان سره د پاکستان د طاقتور پوځ مرستو ته وه.

ددې وړاندې عمران خان پخپله وینا کې ویلي وو چې کوم پوځي امر د هغه روزنه نه ده کړې.

په پارلیمان کې د وزیراعظم د ټاکنې په وخت د مسلم لیګ (ن) ګوند غړو په احتجاجي توګه توري پټۍ هم تړلې وې.

د پارلیمان ننۍ غونډه ښايي چې په راتلونکې کې پارلیماني بحثونه به تاوده وي، د یو بل پرضد نعرې او په غټو مسلو بیخي بدل دریزونه به مخالف غړي په احتجاجونو مجبوروي.

اوسني پارلیمان کې عمران خان د ساده اکثریت نه یواځې څلور څوکۍ زیاتې لري. نوموړي د وزیراعظم جوړیدو لپاره د ۱۷۲ ووټونو نه څلورې زیاتې رایې اخستي. د نوموړي مخالف شهباز شریف ۹۶ رايې ترلاسه کړي او پیپلز ګوند د ۵۳ غړو سره په دغه ټاکنو کې برخه نه ده اخستې.