په داسې حال کې چې د روان کال په اوو میاشتو کې د پاکستان دننه د پولیو ۱۴ پېښې مخې ته راغلي، ددې هیواد وزیراعظم شهباز شریف ویلي حکومت هڅه کوي چې د راتلونکي کال ۲۰۲۵م پورې ملک به په بشپړ ډول د پولیو ناروغۍ نوغی وباسي.
هغه دغه خبره تېره ورځ په کراچۍ کې د پولیو د مخنیوي په اړه د جاج اخستنې په یوه غونډه کې کړې ده ، غونډه کې د ګیټس فاونډیشن مشر بل ګیټس هم د ویډیو لنګ له لارې برخه اخستې وه.
غونډې ته پخپله وینا کې وزیراعظم شهباز شریف د ملک څخه د پولیو د ناروغۍ ختمولو هوډ تکرار کړو اؤ وي ویل ریاست به د پولیو د بشپړه خاتمې لپاره ټولې وسیلې پکار راولي.
په یاده غونډه کې وزیراعظم شهباز شریف د پولیو د مخنیوي په لړ کې د بل ګیټس فاونډیشن د مرستو مننه وکړه اؤ وي ویل حکومت یې ددغه ادارې مرستو ته د قدر په سترګه ګوري.
د ډان نیوز د رپورټ له مخې په غونډه کې ښاغلي بل ګیټس د خېبر پښتونخوا صوبې جنوبي ضلعو کې د پولیو د مخینوي د څاڅکو څښونکو ماشومانو شمیر کې په اضافه تسله وښوده اؤ حکومت ته یې ډاډ ورکړو چې د پولیو د ختمولو په هڅو کې به ورسره لاس امداد کوي.
د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د پاکستان دننه د پولیو ۱۴ پېښې مخې ته راغلي دي چې تېر کال یې شمیره شپږ وه.
دپولیو په دې تازه پېښو کې تر ټولو زیاتې د بلوچستان صوبې څخه رپورټ شوي چې شمیر يې ۱۱ دی اؤ د سیند صوبې نه بیا دوه اؤ د پنجاب نه یوازې یوه پېښه رپورټ شوې ده.
پروسکال د پولیو شپږو پېښو کې څلور یوازې د خېبر پښتونخوا صوبې نه مخې ته راغلې وې خو سږکال لا د خېبر پښتونخوا نه د پولیو یوه پېښه هم په ریکارډ نه ده راغلې.