پاکستان کې صحت چارواکو تر مخه د خالي په ورځ د بیلا بیلو سیمو نه د پولیو پینځه نوو پېښو رپورټ کیدو وروسته په ګرد هیواد کې د پولیو نه معذوره شوو ماشومانو شمیره ۱۲۸و ته ورسیده.
په تازه پېښو کې یوه د خېبر پښتونخوا په لکي مروت کې ثبت شوې چې ورسره یواځې په خېبر پښتونخوا کې په کال ۲۰۱۹م کې د پولیو نه معذوره شوو ماشومانو شمیره ۸۹ شوه. خېبر پښتونخوا په کال ۲۰۱۹م کې د پولیو نه تر ټولو زیاته متاثره شوې صوبه ده.
په کال ۲۰۱۹م کې یواځې په لکي مروت ضلعه کې د پولیو نه د ټول عمر لپاره معذوره شوو ماشومانو شمیره ۳۰شوه. د لکي مروت ضلعې د صحت چارواکو وي او ای ډیوه ته ویلي د پولیو تازه پېښه کې متاثره شوي ماشوم ته د پولیو واېرس د مخنیوي وېکسین نه دي ورکړل شوي.
په ورځ رپورټ شوي نوو پېښو کې دوه پېښې په بلوچستان او دوه نورې په سند ایالت کې رپورټ شوي دي.
د بلوچستان ایالت په جعفر اباد او کله عبدالله کې د پولیو نوو پېښو رپورټ کیدو سره سږ کال په بلوچستان ایالت کې ۱۱ ماشومان د پولیو واېرس د لاسه د ټول عمر لپاره د معذورۍ سره مخ شو.
که څه هم د پاکستان بلوچستان او خېبر پښتونخوا د ابادۍ په لحاظ د پنجاب او سند ایالتونو نه وړې صوبې دي خو د پښتنو په دغه دواړه ایالتونو کې د پولیو شمېرې د نورو صوبو نه څو چنده سېوا دي.
د ابادۍ په لحاظ د پاکستان تر ټولو لوې صوبې پنجاب کې په کال ۲۰۱۹م کې یواځې ۶ پېښې رپورټ شوي. هم دغه شان په سند ایالت کې په رپورټ شوو ۲۲ پېښو کې هم زیات تره د پښتنو په سیمو کې رپورټ شوي دي.
پاکستان کې پولیو ته د پښتنو واېرس هم وېل کیږي ځکه چې اکثره پښتانه مور او پلار خپلو ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو ورکولو نه انکار کوي او د نورو صوبو نه د انکاري والدینو شمیرې ډېرې کمې مخې ته راځي.
پاکستان کې د ایالتونو په اساس په کال ۲۰۱۹م کې د پولیو شمیرې:
خېبر پښتونخوا: ۸۸
سند: ۲۲
بلوچستان: ۱۱
پنجاب: ۶
د خېبر پښتونخوا په بیلا بیلو سیمو کې په کال ۲۰۱۹م کې د پولیو رپورټ شوې پېښې څه په دې ډول دي:
لکي مروت: ۳۰
بنو: ۲۶
شمالي وزیرستان: ۸
تورغر: ۷
ټانک: ۶
ډي ايي خان: ۳
هنګو: ۲
باجوړ، چارسده، خېبر، مومند، شانګه، صوابۍ او جنوبي وزیرستان کې یوه یوه پېښه ریکارډ شوې.
چارواکو ويلي د پوليو دا تازه پېښې د هغو ماشومانو دي چې دوی ته د پوليو ضد څاڅکي نه وو ورکړی شوي. په پاکستان کې د پوليو دا تازه پېښې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په وروستیو کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکو دعوه کړې وه چې په ملک کې يې د پوليو رنځ پرضد کامياب کمپاين کړی دی.
د پولیو د مخنيوي د پروګرام چارواکو د دسمبر په مياشت کې ترسره شوي کمپاين ته په داسې حال کې کامياب ويلي ؤ چې په ياد کمپاين کې ويل شوي دوه لاکه ماشومان د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه پاتې شوي هم وو.
د بېړنو عملیاتو د قومي مرکز رابطه کار ډاکټر رانا صفدر د دسمبر په مياشت کې ويلي ؤ، "د روان (۲۰۱۹) کال اپرېل په میاشت کې دوه نيم ملينه ماشومان د پولیو څاڅکو څخه پاتې شوي وو او په دې وروستي کمپاين کې دا شمېره دوه لاکه ته راټيټه شوې ده".