په پاکستان کې نژدې ۷ کروړه خلک خپل کورونه نه لري. رپوټ

نړیوال بېنک (ورلډ بېنک) په ېو تازه رپوټ کې وېلي، پاکستان کې د ټولې ابادۍ دریمه برخه خلک خپل کورونه نه لري. په پاکستان کې شوې وروستې سرشمیرنې تر مخه د پاکستان ټوله ابادي ۲۱۰ میلينه ده چې درېمه برخه يې ۷۰ ميلينه جوړېږي.

دغه تازه رپوټ په داسې وخت خپور شوی چې د جمعې په ورځ نړیوال بنک عامو خلکو ته د کورونو اخستلو لپاره پور(قرضې) ورکولو د یو پلان منظوري هم ورکړې ده.

د ورلډ بنک لخوا د جمعې په ورځ د ۱۴۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د کورونو د ملکیت پروګرام منظور شوې.د نړيوال بېنک دغه پلان له مخې به مېرمنو او غریبو خلکو ته په پاکستان کې د کورونو د اخیستلو په برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

د نړیوال بېنک لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، د پاکستان د کورونو اخیستلو دغه پروژه به خلکو ته د کورونو د برابرولو په برخه کې د پاکستان د حکومت لخوا د جوړې شوې تګلارې (سټراتېژۍ) او لیدلوري (وېژن) ملاتړ وکړي.

ددغې پروژې له لارې به په پاکستان کې په وړو برخو (قسطونو) د کورونو د اخیستلو له کمپنۍ (پي اېم ار سي)، د پلاننګ کمیشن (پي سي) او نورو ادارو سره مالي او تکنیکي مرسته وشي چې خلک د پورونو له لارې کورونه ترلاسه کړي.

د نړيوال بېنک مشر الانګو پاټچاموتهو وايي دې منصوبې سره به په پاکستان کې د کورونو لپاره د قرضو کاروبار نوره وده وکړي او د پاکستان ډېر وګړي به په آسانه د کورونو لپاره د قرضو اخستو جوګه شي چې پکې به ښځواو غريبوخلکو ته هم ډېره ګټه ورسي.

الانګو پاټچاموتهو زياتوي په پاکستان کې د سړي سر آمدن په حساب د کورونو دپاره ورکونکي قرضونو شرڅ ۰.۲۵ ده کومه چې د جنوبي اېشيا د نورو هېوادونو په نسبت ډېره ښکته ده.

په جنوبي اېشيا کې د سړي سر آمدن په حساب د کورونو لپاره د قرضو کچه ۳.۴ ده. د نړيوال بېنک چارواکي وايي دغه منصوبه به د قرضونو ورکونکو کمپنيو مشکلات هم کم کړي او په هېواد کې به ورسره د کورونو جوړولو يوې ملي پالېسۍ لپاره هم لاره سمه شي.

پي اېچ اېف منصوبه د ترقۍ د نړيوال تنظيم او نړيوال بېنک په مالي مرستو چليږي چې ۲۵ کالو کې به پوره کيږي.