د پانامه فېصلې په پاکستاني سياست اغېزې؟

د عمران او نواز شریف د تربورولۍ ګټه کومو قوتونو ته رسي؟

د پانامه قضیه د پاکستان په سياست کښې يو نوی سياسي طوفان دی چې فیصله به يې اعلانیږي. دغه شخړه د پانامه د اسنادو رسوايۍ رامنځ ته کړی. د نورو سياسي حکومتونو دورې هم د غلا غولتۍ، د تورونو او سياسي کمزورو مثالونه لري خو ولې د پاکستان اوسني وزير اعظم ميا نواز شريف په خپل درېم ځل اقتدار کښې هم د سياسي اړي گړي، د غلا غولتۍ د تورونو او د ادارو تر منځ د اختياراتو په جنگ کښې بوخت دی.

د پانامه د کاغذونو نه رابرسېره شوې شخړه ډېره زر ده چې پاې ته ورسي ځکه چې سپريم کورټ يا سترې محکمې پريکړه کړې ده چې د جمعې په ورځ د ميا نواز شريف او د هغه د کورنۍ په اړه شوې هغه فيصله اعلان کړي چې څېړنکاران وايي که د فېصلې پايلې هر څه وي د دغه هېواد په سياسي، اقتصادي او اقتدار به ژورې اغېزې ولري.

هسې خو پاکستان د جوړېدو نه راواخله تر ننه پورې په بېلا بېلو حوالو ځانگړتيا لري که په سياست ېې نظر اچوو نو سياست ېې د تشدد او درغو نه ډک، که عدالتونه ېې ګورو نو فیصلې ېې په عدل کمې او په سياسي بنيادونو ډېرې ولاړې دي. او که د پوځي اقتدار خبره ېې کوو نو د بنگله دېش د ازادۍ نه وروستو د پاتې پاکستان تاريخ يا خو نېغ په نېغه د پوځي واک او يا بيا هم د سياسي حکومتونو په شتون کښې اصلي واک د پوځ سره پخوا هم وو او نن هم دی.

د پاکستان لنډ سیاسي تاریخ

د ميا نواز شريف لومړی حکومت چې د بېنظير بهټو د دوه کلن حکومت په ړنگولو په کال ١٩٩٠ کښې رامنځ ته شو د تاريخي نيوکو لاندې دی. د دغه حکومت د پيپلز پارټۍ او نورو سېکولر گوندونو د اقتدار نه د لرې ساتلو د پاره د پاکستان د استخباراتي ادارې اي اېس اي په مرسته د اسلامي جمهوري اتحاد د چترۍ لاندې جوړ کړی شو.

ده اسلامي جمهوري اتحاد د جوړيدو په اړه د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرل اسلم بيگ او ځنې نورو چارواکو په ښکاره ميډيا ته اوومنل چې دغه اتحاد د ملک د استخباراتي ادارې په کوښښونو جوړ شوی وو. خو دغه حکومت هم ډېره موده ونه چليده او په کال ١٩٩٣ کښې د اقتدار نه گوښه کړی شو.

خو په دې درې کاله دوره کښې د نواز شريف حکومت هم د اعلی عدالت سره په ډغره و او هم د هغه وخت د صدر غلام اسحاق خان سره چې عقوبت د نواز شريف او غلام اسحاق خان د اقتدار نه په لرې کولو دغه شخړه ختمه شوه. ياده دې وي چې د نواز شريف ملگرو د پاکستان په سپريم کورټ بريد هم کړی وو. د نواز شريف دويم حکومت هم د درې کاله دورې ورستو د پوځي کودتا په ترڅ کښې له منځه لاړ او د ېوې بلې اوږدې مارشل لا دوره رامنځ ته شوه. نواز شريف د ملک نه بهر ولېږل شو او د صدر مشرف د لس کلنې دورې په ختمېدو ېو ځل بيا وتوانېدو چې د سعودي عرب نه پاکستان ته راستون شي او ېو ځا بيا سياسي حلې ځلې پيل کړي.

د عمران او نواز شریف د تربورولۍ ګټه کومو قوتونو ته رسي؟

د کال دوه زره ديارلسم د انتخابونو په بنسټ د نواز شريف گوند تر ټولو زياتې څوکۍ وگټلې او هم په پنجاب او هم په مرکز کښې ېې حکومتونه جوړ کړل چې د لومړۍ ورځې نه ېې د پوځي چارواکو سره د اختيار په وېش جگړه پيل شوه. د کال دوه زره ديارلسم د انتخابونو په نتيجه کښې ېو دريم سياسي گوند د عمران خان پاکستان تحريک انصاف رامنځ ته شو او د نواز شريف سره ېې سياسي تربورولي يو بل پړاو ته بوتله.

عمران خان د نواز شريف د اقتدار نه د کوزولو د پاره ېې لوې لوې لاريونونه اوکړل او په اسلام اباد کښې ېې پرلت اوهو خو ولې عمران خان ونه توانېد چې نواز شريف د څه دباو لاندې د اختيار نه لرې کړي. سياسي گوندونو د عمران خان په مقابله کښې د نواز شريف ملاتړ وکړو او د عمران خان احتجاج ېې په اصل کښې د پاکستان د اسخباراتي ادارو هڅه اوبلله.

د نواز شريف دغه ستونزه لا حل نه وه چې د پانامه رسواي رامنځ ته شوه چې پکښې د پاکستان د يو شمېر سياسي خلکو نومونه مخ ته راغلل. عمران خان د نواز شريف خلاف عدالت ته لاړ سره د دې چې د پانامه په ترڅ کښې په عمران خان او د هغه د گوند په ملگره هم تورونه ولگېده. عدالت د نواز شريف او د هغه د کورنۍ نه د پلټونو د پاره د جی ايي ټي په نوم يو تحقيقاتي ټيم جوړ کړو چې سپارښتنې ېې عدالت ته ورکړی شوې. عدالت د سپارښتنو په رڼا کښې فېصله اوکړه خو فېصله ېې خوندي کړه چې ډېر زر به ېې پايلې اعلان شي.

د پانامه فیصلې به څه اثرات وي؟

د پايلو انتظار په خپل ځاې خو د فېصلې راتللو ډېره نا قراري پېدا کړې ده او څېړونکي وايي که چرې د عدالت فېصله د نواز شريف په حق کښې وي نو سياسي اړی گړی به رامنځ ته شي او کنه؟ که چرې د نواز شريف خلاف وي نو بيا به سياسي گوندونه کومه لاره خپلوي؟ د پارلېمان دننه گوندونه به وتوانيږي چې د نواز شريف نه بغېر هم سياسي عمل په مخه بوځي او د اېوان نوی مشر وټاکي؟ که چرې په دغه تورونو او عدالت ته په دروغو ويلو نواز شريف سزا کېږي نو دغه تورونه په عمران خان هم شته چې د خپل جاېداد په اړه ېې د عدالت پوښتنو ته رېښتيا ځوابونه نه دي ويلي.

ايا دا هم ممکن ده چې که نواز شريف نا اهله کېږي نو عمران خان هم نااهله کېدی شي؟دا به د پاکستان د ايين په شق ٦٢ او شق ٦٣ څه نيوکې هم راپورته کړي او کنه چې ولې دغه د امين او صادق د پاره جوړه شوې پېمانه د انتخابونو د پاره د کاغذاتو جمع کولو په وخت ناکامه شي؟ او ېوه راې دا هم ده کېدی شي عدالت د نواز شريف مقدمه يو بل ټرايل کورټ ته ولېږي نو بيا به څه وي؟