وزیراعظم عباسي ورغلیو پښتنو احتجاج کوونکو ته ډاډ ورکړی، چې حکومت به یې په خپل ټول توان سره د نقیب مسید قاتلین ونیسي.
وزیراعظم عباسي د اسلام اباد له پښتنو احتجاج کوونکو سره د لیدو په وخت اعلان کړی، چې حکومت به یې په وزیرستان کې د نقیب الله مسید په نامه کالج پرانیزي.
پښتون لاریون د فبرورۍ له لومړۍ نېټې د اسلام اباد د پریس کلب مخې ته احتجاج پیل کړی، چې د خیبرپښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان په شمول د کراچۍ پښتانه هم پکې شامل دي.
دوی پینځه غوښتنې لري، چې په هغوی کې د نقیب مسید د قاتلینو نیول او سزا کول، د غیرعدالتي وژنو مخنیوی، د ورکو پښتنو موندل او عدالت ته وړاندې کول، وزیرستان کې د مځکنیو ماینونو ایستل او په قبایلي سیمو کې تر پېښو وروسته ګرځبندیز (کرفیو) نه لګول.
وزیراعظم ښاغلي خاقان عباسي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د قبایلي ولس ملاتړ او قربانۍ ستایلي او ویلي یې دي چې د وزیرستان د بې ځایه شوو کورنیو د نړېدلو کورونو د بیاودانۍ لپاره به ګړندۍ هڅې پیل کړي.
د پښتون لاریون مشرانو تر اوسه څه نه دي ویلي، چې د وزیراعظم عباسي خبرو څومره ډاډمن کړي او آیا د خپلو نورو غوښتنو په اړه هم ورته ډاډ ورکړل شوی که څنګه، خو په اسلام اباد کې احتجاجي لاریون د مخکې په شان دوام لري.