پي ډي اېم حکومت ته ويلي د پي ټي ايي پرضد دې سمدستي اقدامات وکړي

د پي ډي اېم مشرانو پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ [درېم اګست] په وزیراعظم هاوس کې غونډه کړې او د غونډې وروسته د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، عمران خان نور صادق او امين نه دی پاتې

په حکومت کې شامل اتحاد پاکستان ډېموکرېټک مومنټ [پي ډي اېم] ويلي الېکشن کمېشن چې د پاکستان تحریک انصاف [پي ټي ايي] ګوند د ممنوعه فنډنګ په اړه کومه فېصله اورولې دغه فېصله د پي ټي ايي پرضد فرد جرم دی.

د پي ډي اېم مشرانو پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ [درېم اګست] په وزیراعظم هاوس کې غونډه کړې او د غونډې وروسته د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، عمران خان نور صادق او امين نه دی پاتې.

هغه زیاته د پي ټي ايي په اړه چې کومه فېصله راغلې، په دغه ډول فېصلو ډېر خلک نااهله کړی شوي دي، هغه د عمران خان او صدر عارف علوي نه د استعفاګانو غوښتنه کړې او ويلي يې دي په پي ډي اېم کې شامل سياسي ګوندونه خپل حکومت ته وايي چې د پي ټي ايي پرضد سمدستي کارروايي وکړي.

په دوېم اګست د پاکستان الېکشن کمېشن د پاکستان تحریک انصاف ګوند پرضد د ممنوعه فنډنګ په اړه فېصله اورولې او ويلي يې وو ياد ګوند ممنوعه فنډنګ ترلاسه کړی، اکاونټونه يې پټ کړي او د ګوند مشر[عمران خان] دروغجن سرټيفيکېټ يا اسناد جمع کړي دي، او تحريک انصاف ګوند ته شوکاز نوټس ورکړی شوی دی.

پاکستان تحريک انصاف ويلي د الېکشن کمېشن د فېصلې پرضد به د اسلام اباد هايکورټ ته ځي.

پي ټي ايي دا هم ویلي چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې د الېکشن کمېشن د دفتر مخې ته احتجاج کوي.

بل لور ته پاکستان تحريک انصاف ګوند ويلي نن د الېکشن کمېشن مخې ته احتجاج کوي.

او د پاکستان ډېموکرېټک مومنت [پي ډي اېم] اتحادي حکومت ويلي د الېکشن کمېشن فېصله به سپريم کورټ ته وړي.

قانون پوهان وايي حکومت په سپريم کورټ کې رېفرنس جمع کوي او غوښتنه به کوي چې د پي ټي ايي پرضد فېصله واوروي.

خو د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي، حکومت به تحریک انصاف ته د الېکشن کمېشن د دفتر مخې ته د احتجاج اجازت ور نه کړي.

رانا ثناالله ويلي، دوی ته داسې معلومات ترلاسه شوي چې پي ټي ايي د الېکشن کمېشن د دفتر مخې ته اړی ګړی جوړول غواړي او د الېکشن کمېشن په دفتر حمله هم کولی شي.

هغه ويلي، په رېډ زون کې په احتجاجونو مکمل بنديز دی، او که څوک د رېډ لاين/ سرې کرښې نه واوړېدل پرضد به يې سخته کارروايي کولی شي.