پېښور کې دبې نظیر بوټو په نوم دجینکو پوهنتون کې دجینکو زده کوونکو په جینز اؤ پاجامې اچولو بندیز لګول شوی دی.
دپوهنتون دانتظامیې له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې بې نظیر وومن پوهنتون کې دجینکو زده کوونکو لپاره دپښو تر ګیټو کمیس اؤ ټراوزر اچول اؤ سپینه لوپټه پسرول لازمي کړل شوي دي اؤ که څوک دا لباس نه اغوندي نو زر روپۍ جرمانه به پرې لګول کیږي.
د پوهنتون طالبعلمانې دانتظامیې په دې پرېکړه حیراني ښایي اؤ وایي د زده کړو دمعیار لوړولو اؤ جینکو زده کوونکو ته داسانیو ورکولو پځائ دجینکو په لباس بندیزونه لګول دغندنې وړ یو غیرضروري اقدام دی.
خو دبې نظیر وومن پوهنتون ویاند ویلي چې دا پرېکړه خپل ثقافت یا کلتور ته د ودې ورکولو په خاطر شوې ده.
دبې نظیر وومن پوهنتون یوې زده کوونکې رضیه امیر وي او ای ډیوه ته ویلي هغه دپوهنتون دانتظامیې په دې پرېکړه حیرانه شوې ده چې جینکۍ زده کوونکي باید څنګه لباس وکړي؟
اغلې امیر وایي دلته د جینکو زده کوونکو په وړاندې کالجونو اؤ یونیورسټیو کې نورې ډیرې مسلې دي ،پکار ده چې هغه هوارې کړل شي نو دوي برعکس په جینکو بې ځایه بندیزونه لګوي.
پشاور کی شہید بے نظیر بھٹو وومن یونیورسٹی میں طالبات کے جینز اور پاجامہ پہننے پر پابندی عائد کرتے ہوئے گھنٹوں تک قمیص، ٹرائوزر اور سفید دوپٹہ لازمی قرار دیدیا گیاخلاف ورزی پر ایک ہزار روپے جرمانہ ادا کرنا ہوگا pic.twitter.com/dUijxdMg21
— Muhammad Faheem (@MeFaheem) March 31, 2023
رضیه امیر زیاته کړه په پښتنه ټولنه کې چې یوه جینۍ دکوره تر تعلیمي ادارې رسي نو دټولنې اؤ تعلیمي ادارو دننه دګڼ شمیر نادیده رویو سره مخ کیږي اؤ هغوئ ډیر په ګرانه خپل سبقونه سرته رسوي .
هغې وویل پکار خو داده چې په دې خبره غور وشي چې دټولنې اؤ تعلیمي ادارو دننه جینکو ته څنګه داسې اسانۍ ورکړل شي چې هغوئ زده کړو ته مایله شي خو دلته برعکس دبې ځایه بندیزونو له لارې جینکۍ ورځ تر بلې دتعلیم نه په لاس اخستلو مجبورولی شي.
هغې وویل دلته په خېبر پښتونخوا کې مدام داسې ناوړه بندیزونو سره جینکۍ طالبعلمانې مخ کیږي اؤ دهلکانو لپاره بیا داسې شرایط نه وي اؤ په جنسي بنیاد دا توپیر په قصدي ډول دجینکو د وروسته پاتې ساتلو په معنا دی.
تر دې وړاندې هم خېبر پښتونخوا کې وخت په وخت دپوهنتونونو دننه په جینکو طالبعلمانو دغسې بندیزونه لګول شوي دي.
روان کال دفرورۍ په په میاشت کې د ډيره اسماعیل خان د ګومل پوهنتون انتظاميې د جینکو او هلکانو زده کوونکو په ګډو غونډو، او یو ځای ګرځېدو بنديز لګولی ؤ.
په 15مه فرورۍ جاري شوې د پوهنتون په اعلاميه کې ویل شوي وؤ چې جینکۍ زده کوونکې باید د زده کړو د څانګو د شريک ځای [کامن روم] او کلاسونو پورې محدودې پاتې شي او سرغړونې په صورت کې به یې پرضد کاروایي کولی شي.
د کال 2021م د جنورۍ په میاشت کې د خېبرپښتونخوا په باچا خان او هزاره پوهنتونونو کې هم د جينکو او هلکانو زده کوونکو دپاره د جامو اغوستو قاعدې جاري کړی شوې وې.
په هغه يو شان اعلاميه کې ويل شوي وو، چې جينکۍ به توره برقعه يا عبايه، کميس پرتوګ او کارډ لازمي اغوندي د جينز پېنټس په اغوستلو او په مېک اپ یا سينګار بندېز لګول شوی وو او هلکانو ته د کميس پرتوګ، کوټ، پېنټ او واسکټ د اغوستلو ويل شوي وو.
هغه وخت هم په پوهنتونونو نيوکې شوې وې او ويل شوي وؤ چې په پوهنتونونو کې د جامو په ځای بايد ښو زده کړو او ساينسي اسانتیاو ته پاملرنه وشي.