پېښور هايکورټ ویلی مولانا فضل الرحمان ته په ټيلي ويژن چېنلو ځای نه ورکول غېر قانوني دي

پېښور هايکورټ

پېښور هايکورټ په پاکستان کې د ټیلي ویژن چېنلو د څار حکومتي ادارې (پېمرا) دا اقدام غېرقانوني، غېرائيني او د پېمرا ارډيننس ۲۰۰۲ پرضد ګرځولی چې د مولانا فضل الرحمان خبري کانفرنس په ټيلي ويژن چېنلو نه خپروي.

د ډان ورځپاڼې د رپوټ ترمخه د پېښور هايکورټ د مشر قاضي جسټس وقار احمد سېټهـ او جسټس احمدعلي دوه کسيزه ججانو ډلې د جمعيت علما اسلام لخوا د پېمرا پرضد خواست باندې فېصله اورولې ده.

د جمعيت علما اسلام ف ګوند مشر او وکيل عبېدالله انور د پېمرا دغه ګام په کورټ کې چېلنج کړی چې يادې ادارې ټيلي ويژن چېنلو ته ويلي د مولانا فضل الرحمان پرېس کانفرنس نه خپروي.

عمران اشنغر چې د وکيلانو د هغه ډلې غړی دی چې عدالت ته يې د پېمرا پرضد خواست کړی ؤ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل ، عدالت په خپله فېصله کې ښکاره ويلي چې په ميډيا دې د حکومت په څېر مخالفه ګوندونو ته هم پوره ځای ورکړی شي.

د ورځپاڼې د رپورټ ترمخه عدالت په خپله فېصله کې ويلي پېمرا دې د کال ۲۰۰۲ د ارډيننس ترمخه مخالفه ګوندونو ته د حکومت هومره کورېج ورکړي.

عدالت ويلي که که کوم چېنل ته بيا وويل شو چې د جمعيت علما اسلام د مشر خبري غونډه نه خپروي بيا دې عدالت ته د عدالت د سپکاوي کولو خواست ورکړي.

عدالت دا هم ویلي چې د ائین ۱۹ ماده هر وګړي ته د اظهار رایې د ازادۍ حق ورکوي.

تېره مياشت د پاکستان جيو ټیلي ويژن په ژوندۍ بڼه د مولانا فضل الرحمان خبري غونډه وردولې او ويلي يې ؤ چې پېمرا ورته د مولانا د پرېس کانفرنس نه خپرولو ويلي ځکه ټيلي ويژن د دې جوګه نه دی چې دا کانفرنس خپور کړي.

په پاکستان کې ژورنالسټانو هم د پېمرا په دې اقدام سختې نیوکې کړې وې.

د عدالت دا فېصله په داسې حال کې مخې ته راغلې چې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد د مولانا فضل الرحمان ازادي مارچ اسلام اباد ته رسېدلی او ياد ګوند وايي اوس هم د دوی مارچ په ټيلي ويژن چېنلو نه خپرول کيږي.

په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ خبریال حق نواز وايي په پاکستان کې په تېرو وختونو کې لاريونونه شوي هغه به د پاکستان ټيلي ويژن چېنلو نېغ په نېغه خپرولو او د مولانا ازادي مارچ چې د کراچۍ نه راروان شوی په پاکستانۍ ميډيا نه ښکارول کيږي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د پېښور هایکورټ دغه پرېکړه د ستاينې وړ ده خو د ټیلي ويژن چېنل مالکانو له به د دې سره يو ځای کېدل وي. هغه وايي مولانا دحکومت پرضد راپاڅېدلی او د حکومت په شا طاقتونه دي او د هغوی خلاف په ميډیا خبره کول ګرانه دي، ځکه داسې نه ښکاري چې مولانا ته به ميډيا بيا هم پوره ځای ورکړی.

پېښور هايکورټ په دوه نورو خواستونو هم فېصله اورولې او ويلي يې دي په اسلام اباد کې په کنټېنرو سړکونه بندول هم غېر قانوني دي.

په اسلام اباد کې د مولانا فضل الرحمان د ازادي مارچ په مهال په سړکونو کنټېنرې اېښودی شوي دي.