شهباز شريف، جنرل باجوه: د اېف اې ټي اېف شرطونه پوره کول غټه لاسته راوړنه ده

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د پوځ مشر جنرل قمرجاوېد باجوه په نړیواله کچه د پېسو د غېرقانوني انتقال او ترهګرۍ د مالي مرستو په ضد کارکوونکي ادارې فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس [اېف اې ټي اېف] شرطونو پوره کولو ته غټه لاسته راوړنه ويلي دي.

اېف اې ټي اېف پرون په 17 جون جاري کړې اعلاميه کې د پاکستان نوم په خړ فهرست کې برقرار ساتلی خو ویلي يې دي چې د ترهګرو د مالي سرچینو او غېرقانوني پېسو د انتقال د مخنیوي په لړ کې اسلام اباد پرمختګ کړی دی.

د رویټرز خبري ادارې ویلي د اېف اې ټي اېف صدر مارکس پلېیر وویل د پاکستان نوم به هغه وخت د خړ فهرست نه لرې کولی شي چې اېف اې ټي اېف د هغو اصلاحاتو تصدیق وکړي کوم چې پاکستان د ادارې په سفارشاتو کړي دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د اېف اې ټي اېف د اعلان هرکلی کړی چې پاکستان د ادارې شرطونه پوره کړي دي.

د رېډيو پاکستان ترمخه وزیراعظم د اېف ای ټی اېف په فېصله قام ته اومبارکي ویلې او د يې غټه کاميابي بللې ده.

شهباز شريف د اېف اې ټي اېف د کاري پلان د شرطونو پوره کولو دپاره د بنيادي څانګې چې پکې پوځي او سياسي مشرتابه کار کړی ستاينه يې کړې ده.

هغه زیاته کړې چې د اېف اې ټي اېف د فېصلې په نتیجه کې به د پاکستان معاشي او اقتصادي حالات ښه شي.

بل لور ته د پوځ د مطبوعاتو څانګې د ټویټر دلارې وویل چې پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه هم د اېف اې ټي اېف د اعلان هرکلی کړی او د ادارې د کاري پلان شرطونه پوره کول یې لویه کاميابي بللې.

په وروستيو کې د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار هم ويلي وو، په 2019 کې د حکومت په خواست پوځ يو ځانګړې څانګه جوړ کړې او دغه څانګې د ترهګرۍ د مخنيوي او مني لانډرنګ [په غېر قانونه د پېسو د لېږلو رالېږلو] د مخنيوي په لړ کې ډېر کار کړی او د اېف اې ټي اېف په شرطونو کې ډېر پرمختګ شوی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر مملکت حنا رباني کهر چې د اېف اې ټي اېف په غونډه کې د ګډون دپاره د پاکستاني پلاوي مشري کوي، هغې ويلي اېف اې ټي اېف په متفقه توګه د پاکستان ټول شرطونه منلي دي او ويلي يې دي چې باکستان په دغه لړ کې پرمختګ کړی دي.

هغې ويلي، د دې ګام سره د پاکستان د خړ فهرست څخه وتلو عمل پېل کيږي، د اېف اې ټي اېف يو ټیم به د پاکستان سفر کوي او دوی هڅه کوي چې دغه ټیم د اکتوبر په میاشت کې د اېف اې ټی اېف د غونډې نه وړاندې خپل کار ترسره کړي، او پاکستان به د روان کال د اکتوبر پورې د اېف اې ټي اېف د خړ فهرست څخه ووځي.

پاکستان په کال 2018 کې اېف اې ټي اېف په خړ فهرست کې اچولی وو.