د پاکستان صدر عارف علوي د سپريم کورټ [ريويو اف ججمنټس او ارډر قانون 2023 يا فېصلو ته د بيا کتنې قانون] لاسليک کړی او رسمي قانون جوړ شوی دی. صدر علوي د جمعې په ورځ دغه قانون لاسليک کړی دی.
راپورونو وايي د ياد قانون د ارټيکل 184/3 لاندې اورل شوو فېصلو ته به د بيا کتنې خواست کولی شي.
ويل شوي د سپريم کورټ لارجر بنچ به د بيا کتنې د خواست اورېدنه کوي او ياد قانون به په تېر وخت کې اورول شوو فېصلو باندې هم لاګو وي.
پاکستاني مطبوعات وايي، د ياد قانون جوړېدو وروسته پخوانی وزيراعظم نواز شریف او جهانګير ترين هم د خپلو نااهليانو ضد خواستونه کولی شي.
د پاکستان سپریم کورټ د کال 2017م په 27 جولايۍ د هغه وخت وزیراعظم نوازشریف د پاناما قضیه کې د ټول عمر دپاره نااهله ګرځولی او د خپلې دندې نه يې ګوښه کړی وو.
سپریم کورټ وزیراعظم ته امر کړی وو چې په سمدستې توګه خپله څوکۍ پریږدي.
او بيا سپريم کورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د هغه وخت مشر غړی او مخکنی سيکرټري جنرل جهانګير ترين چې د قامي اسمبلۍ غړی وو، هم د کال 2017م په 16م دسبمر نااهله کړی وو.
د سپريم کورټ فېصلې ته د بيا کتنې قانوني مسوده تېره میاشت قامي اسمبلۍ منظوره کړې او روانه میاشت یې برني اېوان سېنېټ هم منظوري ورکړې وه.
په ياده قانوني مسوده کې کې بدلون شوی او ویل شوي وو د فېصلې ضد په خواست اورېدنه به د فېصلې اوروونکي بنچ نه غټ بنچ کوي. او خواست کوونکی به د وکیل بدلولو حق هم لري.
او د فېصلې ضد د بيا کتنې خواست به په 60 ورځو کې کولی شي.
راپورونه وايي د سپريم کورټ فېصلې ته د بيا کتنې د قانون جوړېدو وروسته نن سپريم کورټ په پنجاب کې د انتخاباتو د فېصلې بیا کتنې خواست باندې اورېدنه هم د جون د لومړۍ نېټې پورې ځنډولې ده.