د پي ټي ايي د خېبرپښتونخوا، پنجاب او ګلګت حکومتونو مرکز تورن کړی چې پېسې ورته نه ورکوي

اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته په وينا کې محمود خان ويلي، د خېبرپښتونخوا بېلابيلو مدونو کې په مرکز ١٨٩ اربه روپۍ ورپورې دي او هغه په دې اړه راتلونکې کې د پارليمان د ودانۍ مخې ته د احتجاج اعلان هم کړى دى

د پاکستان تحريک انصاف ګوند د خېبرپښتونخوا، پنجاب او ګلګت بلتستان حکومتونو په مرکز کې د پي ډي ايم په حکومت تور لګولی چې د دوي صوبې د وسيلو د برخو ترقياتي فنډونه نه ورکوي،او د خېبرپښتونخوا وزیر اعلامحمود خان ويلي حالات دې حد ته راغلي چې صوبايي حکومت د سرکاري ملازمينو د تنخاګانو پېسې نه لري. خوپه مرکز کې اتحادي حکومت دغه تورونه رد کړي دي.

اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته په وينا کې محمود خان ويلي، د خېبرپښتونخوا بېلابيلو مدونو کې په مرکز ١٨٩ اربه روپۍ ورپورې دي او هغه په دې اړه راتلونکې کې د پارليمان د ودانۍ مخې ته د احتجاج اعلان هم کړى دى.

د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د وړاندې نه خبردارى ورکړى که حکومت عام انتخابات اعلان نه کړل نو هغه به د پنجاب او پښتونخوا اسمبليانې ماتې کړي.

د محمود خان په وينا سږ کال د مرکز له خوا اعلان شوو ٥٥ اربه روپو ترقياتي فنډ کې تر اوسه ٥اربه روپۍ جاري شوي دي نو داسى حالات کې به دوي صوبه څنګه چلوي.

هغه زياته کړې د دوي حکومت يو اعشاريه درې ټريلينه بجټ اعلان کړى وو خو د مرکز له خوا صوبې ته پکار رقم نه ورکولو له امله د صوبې ولس د پرمختيا او بنيادي سهوليات نه محرومه پاتې کيدلى شي.

نوموړي ویلي د دوي سره داسې توپيري چلند کيږي لکه چې خيبر پښتونخوا د پاکستان برخه نه وي او خبردارى ېې ورکړى که صوبې ته بقايا جات ورنکړى شول نو د صوبايي اسمبلۍ ټول پارليماني غړي به اسلام اباد کې د پارليمان د ودانۍ مخې ته احتجاج وکړي.

د محمود خان په خبره صوبايي اسمبلۍ کې مخالفه ډلو هم د دوي سره احتجاج کې د ګډون ژمنه کړې ده.

د خېبرپښتونخوا وزیراعلا تور لګولى مرکز د صوبايي حکومت د اين ايچ کې ٦١ اربه روپۍ نيولي او د تحريک انصاف تير حکومت له خوا د صوبې لپاره ترقياتي پروژى هم پي ډي ايم حکومت ختمې کړي دي.

هغه دريځ خپل کړى مرکز د قبايلي ضلعو بې کوره شوو خلکو لپاره اعلان کړې ١٧ اربه روپۍ د صحت کارډ په مد کې د قبايلي ضلعو لپاره ٤ اعشاريه ٥ اربه نېولي او د محمود خان په خبره مرکزي حکومت د صوبې د سيلاب زپلي ولس لپاره لس اربه روپو کې له تر اوسه يوه روپۍ هم نه ده جاري کړې.

په مرکز کې د پي ډي ايم په حکومت کې شامل دويم لوى ګوند پيپلز ګوند د سېنېټ غړی بهره مند تنګي د محمود خان څرګندونې رد کړي دي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې بهره مند وويل د تحريک انصاف صوبايي حکومت اعلان کړى وو که مرکز کې دوي واک ترلاسه کړو نو صوبې ته به د بجلۍ په مد کې د مرکز نه د ار بونو روپۍ ترلاسه شي خو د بهرمند تنګي په خبره د هغې وخت وزير اعظم عمران خان په جار د صوبايي حکومت دا غوښتنه رد کړې وه.

سېنېټر بهره ممند وويل تحريک انصاف حکومت صوبه کې د ريکارډ پرمختيا دعوه کوي خو بيا هم صوبايي ملازمين تنخا نه شي ورکولى.

د محمود خان سره خبري کانفرنس کې موجود هم د تحريک انصاف د ګلګت بلتستان وزيراعلا خالد خورشيد تور لګولى مرکزي حکومت د دوي بجټ ٤٠ اربه په ځاى ٢٥ اربه روپو ته راکوز کړى دی.

د خالد خورشيد په خبره د دوي علاقه ٢٢ ساعتونه د بجلۍ نه محرومه وي او مرکز د سيلاب زپلو لپاره امدادي مرستو کې ګلګت بلتستان د پامه غورځولى دی.

هغه هم ويلي، د دوي حکومت هم د وړاندى نه ګلګت بلتستان کې ٤٠ ځايونو کې کيدونکي احتجاجي مظاهرو برخه جوړيدو پريکړه کړې ده.

د پنجاب د خزانې وزېر محسن لغاري هم په مرکز باندې د صوبې د سيلاب زپلو خلکو د امداد نه محرومه ساتلوتور لګولى او هغه زياته کړې د صوبې په مرکز باندى ١٦٧ اعشاريه څلور اربه روپۍ ورپورې دي.