د خړ کمر په پېښه کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړی شي، د پي ټي اېم د ميرانشا په جلسه کې غوښتنه

د پي ټي اېم د شمالي وزیرستان جلسه

پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] نن د شمالي وزیرستان په مرکز ميرانشا کې په ولسي غونډه کې غوښتنه وکړه چې د خړکمر په پېښه کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړی شي او په سيمه کې دې د هر ډول بدامنۍ مخنيوي وشي.

نن د اتوار/ يکشنبې په ورځ په میرانشا کې ولسي غونډې ته په وېنا کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وويل، په 26م مې 2019 چې په خړ کمر کې کومه پېښه شوې په دغه پېښه کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړی شي.

د خړ کمر په پېښه د پاکستان پوځ تور لګولی ؤ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ کسانو په چیک پوسټ ډزې کړې وې او په ډزو کې درې تنه وژل شوي او د پینځه ؤ پوځیانو په ګډون پکې 15 تنه ټپیان شوي وو.

خو د پي ټي ایم مشرانو دغه تور رد کړی او ويلي یې وو چې ډزې پوځیانو کړې وې او د دوي 15 تنه پکې وژل شوي او تر 40 زیات پکې ټپیان شوي وو.

وروسته د شمالي وزيرستان انتظاميې د خړکمر په پېښه کې د 15 کسانو د وژل کېدو او 23 ژوبلېده تاييد کړي او د خېبرپښتونخوا حکومت بیا د مړو او ژوبلو لپاره امدادي پېسې اعلان کړې وې.

منظور پشتين نن جلسې ته په وېنا کې وويل په سيمه کې دې د هر ډول بدامنۍ مخه ونيول شي او هغه د پي ټي اېم هغه مخکنۍ غوښتنې هم تکرار کړې چې هدفي وژنې دې بندې شي، بې درکه کسان دې عدالتونو ته وړاندې شي، په قبايلي سيمو کې ښخ ماينونه دې پاک کړی شي او د کومې بدې پېښې وروسته دې د عام خلکو ځورونه نه کيږي.

هغه دعوه وکړه چې د قبايلي سيمو د وسايلو د تروړلو سازش روان دی او زياته يې کړه په دغو وسايلو نه يواځې د سيمې د نارينه ؤ بلکې ښځو ته هم حق حاصل دی او دوی به دا وسایل چا ته ور نه کړي.

نوموړي په جلسه کې د پي ټي اېم د بنديوانو د خوشي کولو غوښتنه هم وکړه.

محسن داوړ وويل په سيمه کې د بدامنۍ جوړولو په ټولو سازشونو خبر دي خو پي ټي اېم به د خپلو حقونو دپاره پرامنه مبارزه دوامداره ساتي او علاقه به بدامنۍ ته نه پرېږدي.

يادې جلسې ته علي وزیر، د پاکستان پيپلز ګوند يو مشر فرحت الله بابر، سياستوال افراسياب خټک، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ‎، ثنا اعجاز او نورو هم وېناوې وکړې.

پي ټي اېم دعوه کوي چې د دوی د جلسې په مهال په علاقه کې د موبايل ټيليفون او انټرنېټ سروس بند کړی شوی او د امنيت چارې هم دوی په خپله سمبال کړې وې.

پي ټي اېم پرون وي او ای ډيوه ته ویلي ؤ د جلسې د اجازت دپاره يې ځايي انتظاميې ته خواست کړی خو ځواب ورته نه ؤ ورکړی شوی.

وي اوای ډيوه د شمالي وزيرستان د مرستيال کمشنر [ډي سي او] نه په دغه اړه پوښتنه کړې خو هغه ورته ځواب نه ؤ ويلی او دفتريې منلې وه چې د پي ټي اېم د جلسې د اجازت خواست ورته ترلاسه شوی ؤ.

د شمالي وزيرستان د پوليس مشر [ډي پي او] شفيع الله ګنډاپور ويلي ؤ جلسې ته اجازت ورکول د انتظامیې کار دی او دوی امنيت ټينګ ساتي که دانتظاميې لخوا ورته وویل شو دوی به هر ډول امنيت برابروي.

پي ټي اېم دعوه کوي چې په شمالي وزيرستان کې دغه جلسې ته د زرګونو په شمېره کې خلک راغلي چې پکې د بې درکه کسانو د کورنيو ګڼ غړي هم شامل وو.

د پاکستان حکومتي مامورين او پوځ په پي ټي اېم تور لګوي چې د بهر هېوادونو څخه ورته پېسې راځي او د پي ټي اېم په غړو بيا زياتره د رياست پرضد د نعرو يا بغاوت او ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې درج کړی شوي دي.

خو پي ټي اېم وايي دوي د ائين او قانون لاندې د خپلو حقونو دپاره په پرامنه ډول مبارزه کوي.