د پاکستان پنجاب ایالت کې هم د تحریک انصاف ګوند حکومت یقیني شو

د پاکستان تحریک انصاف په مرسته د مسلم لیګ (ق) کاندید چوهدري پروېز الهي د پنجاب ایالت سپیکر ټاکنې وروسته په دغه ایالت کې هم د تحریک انصاف ګوند حکومت یقیني شوی.

د پاکستان په دغه لویه صوبه پنجاب کې د حکومت جوړولو سره به پاکستان تحریک انصاف د مرکزي حکومت ترڅنګ د هیواد په دریو صوبو پنجاب، خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې حکومتونه جوړکړي او په سند صوبه کې د پاکستان پیپلزپارټي لخوا په خپل سر حکومت جوړول یقیني شوي.

د دې وړاندې پاکستان مسلم لیګ نون په مرکز کې د حکومت ترڅنګ یواځې په پنجاب صوبه کې په پخپل سر او په بلوچستان صوبه کې ایتلافي حکومت لرلو.

پنجاب صوبه کې د زیارت په ورځ د سپیکر څوکۍ لپاره اچول شوو رایو کې د مسلم لیګ نون امیدوار محمد اقبال ګوجر د ۱۴۷ ووټونو په مقابله کې د پاکستان تحریک انصاف امیدوار چوهدرې پروېز الهي ۲۰۱ ووټونوترلاسه کړي.

د پاکستان پیپلز پارټۍ لخوا د مسلم لیګ نون امیدوار مرستې نه په شا کیدو رپورټونو راتلو وروسته د سپیکر څوکۍ لپاره د تحریک انصاف امیدوار ګټه یقیني شوې وه.

پاکستان تحریک انصاف د جولاي په ۲۵مه نېټه شوو قامي انتخاباتو کې د پنجاب صوباي اسمبلۍ کې ۱۷۹، پاکستان مسلم لیګ نون ګوند ۱۶۴، مسلم لیګ (ق) ۱۰، پیپلز پارټۍ اووه او ازاد امیدوارانو څلور څوکۍ ترلاسه کړي.