د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هیوادونو او قطر ترمنېځ د اړیکو شلیدلو وروسته د قطر امیر یو فرمان جاري کړی چې په هغه هیواد کې د ترهگرۍ پر ضد قوانینو کې بدلون راشي.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني د هیواد د ترهگرۍ پرضد قوانینو د اصلاح لپاره یو فرمان صادر کړی او داسې ښکاري چې دا کار یې د خیلج د عربي هیوادونو د هغو تورونو په غبرگون کې کړی چې دوحه یې د ترهګرۍ په ملاتړ تورنه کړې وه.
د ٢٠١٧ کال د جون په پنځمه سعودي عربستان، مصر، متحده عرب اماراتو، بحرین او څو نورو هیوادونو د قطر سره سفارتي اړیکې وشلولې او پر دې هیواد یې هوایي او ځمکنۍ بندیزونه ولږول.
د سعودي عرب پر مشرۍ کې دغو عربي هیوادونو پر قطر تور لگولی چې د ترهگرۍ ملاتړ کوي او هغه هیواد ته یې د خپلو ١٣ غوښتنو یو لست ورکړی دی چې تر اوسه دوحه دغه درخواست نه دی منلی.
په دغو غوښتنو کې د ایران سره د اړیکو د کچې راټیټول، د ایران د سپاه پاسداران اړوند کسانو ایستل، د الجزیره ټي وي بندول، په قطر کې د ترکیې د پوځي اډې تړل او د حماس او اخوان المسلمین د ډلو ملاتړ نه کول په کې شامل دي.
دوحه دغه ١٣ غوښتنې "غیر واقعي" گڼلي خو تیاری یې ښودلی چې اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي. قطر همداشان هغه تورونه رد کړي چې وایي هیواد د ترهگرو ملاتړ کوي.
په دې فرمان کې چې د قطر امیر الثاني صادر کړی په کې د ترهگر، جرم، تروریزم او تروریستي اعمال تعریف او تفسیر شوي او د تروریزم د مالي لارو په تړلو او په کنگل کولو ټینگار شوی دی.
په دغه فرمان کې د داخلي ترهگرو دوه لسټونه جوړیږي او هغه کسان چې په دغو لسټونو کې شاملیږي پر هغوی ځانگړي قوانین عملي کیږي.
قطر تیره اونۍ د امریکا سره یوه لوظنامه لاس لیک کړه چې د ترهګرۍ پر ضد په گډه مبارزه وکړي. ددې لوظنامې نور تفصیل نه دي ښکاره شوي.
د قطر او د خلیج د عربي هیوادونو ترمنځ د کړکیچ د ختمولو په مقصد د امریکا او کویت په شمول یو لړ هیوادونو هلی ځلې پیل کړي خو تر اوسه یې پوره نتیجه نه ده څرگنده شوې.