کوټه ښار کې د کرونا وایرس ناروغانو لپاره قرنطین مرکز جوړ شو

Quetta Quarantine Center

د بلوچستان سر ښار کوټه کې د قدرتي افتونو په وخت د مرستو حکومتي ادارې پي ډي ایم ای لخوا د کرونا وایرس د ناروغانو لپارہ د جلا ساتلو (قرنطین) مرکز جوړ شوی.

د بلوچستان صوبې د بیړ‎نیز حالت په وخت د مرستو دارې مرستیال مشر فیصل طارق وي او ای ډیوه ته ويلي په کوټه کې جوړ‎ کړ‎ل شوي مرکز کې تر یو زر زیاتو خلکو ځای په ځای کولو ترتیب نیول شوی. د نوموړي په وینا له ایران څخه بیرته راتلونکي پاکستاني وڰړ‎ي به د کوټه په دغه قرنطین مرکز کې ساتل کیږي.

د فیصل طارق په وینا د ایالت د اعلا وزیر جام کمال په غوښتنه یې دغه مرکز جوړ‎ کړ‎ی، چې ۱۰۰ خیمې،۶ کانټینري خونې یا کوټې او ۲۲ عادي خونې لري. نوموړي ویلي چې قرنطین ساتل شوي کسانو ته به تودې جامې، خوراکي توکي او د صحت اسانتیاوې ورکړل کیږي.

د بلوچستان ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاہواني و ډیوہ ته ویلي د کرونا وایرس د مخنیوي لپارہ یې ټول تیارۍ نیولي، ځانڰړ‎ي ځایونه او قرنطین مرکزونه یې جوړ‎ کړ‎ي.

لیاقت شاہواني زیاته کړې په تیرو دوو اونیو کې د ۴۵۰۰ نه سېوا پاکستانیان له ایران څخه پاکستان ته داخل شوي چې زیات شمېر پکې د شیعه زیارت کونکو دی. نوموړي ویلي تر دوہ زرو زیات نور پاکستاني وڰړ‎ي لا ھم په ایران کې دي.

د ایالتي حکومت ویاند په وینا په بلوچستان ایالت کې یې د ۱۵ مشکوکو تنانو د کرونا وایرس ټیسټونه کړي چې د ټولو نتیجه منفي وہ.

د ایران او پاکستان ترمنځه سرحدي پوله له تیرو شپاړ‎سو ورځو څخه بنده ده او په دغه پوله یواځې په ایران کې بند پاکستانیانو ته د راتڰ اجازت شته نور ھر ډول تڰ راتڰ او تجارت بند دی.

د افغانستان او پاکستان تر منځه سرحدي پوله ھم له تیرو ۹ ورځو څخه د ھر ډول تڰ راتڰ او تجارت لپارہ بندہ دہ.

له بلې خوا د پاکستان د صحت وفاقي وزیر ډاکټر ظفر مرزا تیره شپه په خپل یو ټویټ کې لیکلي چې په پاکستان کې د کرونا وایرس نهه نور کیسونه مخې ته راغلي چې په پاکستان کې د کرونا د ناروغانو شمېر ۱۶ته رسیدلی.