کوټه کې تاجرانو دهوټلو او شادي هالونو د بندیز پرضد احتجاج کړی
Your browser doesn’t support HTML5
د بلوچستان سرښار کوټه کې ځايي تاجرانو او د هوټلونو مالکانو د کرونا د لاسه لګول شوي بندیزونو پرضد احتجاج کړی. د هوټلو او شادي هالونو مالکان وايي حکومت نور تجارتونه پرانستلي خو یواځې هوټلې، ریسټورنټې او شاديهالونه یې بند کړي. دوي وايي د تیرو څو میاشتو راهسې د سختو تاوانونو سره مخ دي.