په ترکي او شام کې امدادي کار کونکي کوښښونه کوي چې په سیمه کې د زلزلې دلاسه په نړېدلو ودانیو کې ژوندې خلک ولټوي، را ويې باسي او ژوندونه يې محفوظ کړي، په داسې حال کې چې په سیمه کې ساړه هم زیات دی. په زلزله کې د مړو کسانو شمېره د 11000 نه زیاته شوې ده.
په ترکې کې چارواکو وویل د ګل/دوشنبې په سهار د 7.8 شدت زلزلې دلاسه 6957 په هېواد کې مړه شوي او تر 38000 پورې نور کسان زخمیان شوي دي.
د شام حکومت او امدادي ادارو وویل په شام کې د زلزلې نه 2470 کسان مړه شوي دي.
د ګل، دوشنبې، په ورځ زلزلې د ترکي او شام سرحدي علاقې لړزولي دي.
په کال 2011 کې په جاپان کې دلزلې دلاسه تر 20000 پورې کسان مړه شوي وو. د ترکي او د شام زلزله د جاپان د زلزلې تر وروسته د دنیا تر ټرلو لویه لزله ده.
د ترکي صدر جب طيب اردوان په قامي کچه د اووه ورځو ماتم او په لسو زلزله ځپلو صوبو کې یې د بيړني حالاتو اعلان کړی دی.
د ترکي د ژغورنې ادارې د شورو/ چهارشنبې په ورځ ویلي، 96000 کار کوونکي د ژغورنې او مرستو په کارونو بوخت دي.
د ترکي چارواکو ویلي، په ترکي کې د زلزلې له امله 6957 کسان مړه شوي او د 38000 نه زيات ژوبل شوي دي. او په دمشق کې د حکومتي او ژغورنې ادارې د شمېرو ترمخه په شام کې د مړو شمېره 2470 ته رسېدلې ده.
د ترکي د چارواکو په وینا د ملک لس صوبې زلزلې ځپلي او تراوسه پورې د ملبې نه د 8000 نه زيات کسان راویستل شوي دي او د 90000 پورې کسان خېمو او هوټلو ته د اوسېدو دپاره منتقل کړی شوي دي.
د ترکي صدر رجب طيب اردګان ویلي، د زلزلې نه يو کروړ او درېرش لکه خلک اغېزمن شوی او په اغېزمنو سيمو کې بېړني حالت په ځای کړل شوي دي.
په ترکي کې ځينې کسانو د سترګو ليدلی حال د وي او اې سره شريک کړی دی.
په ترکي کې د صوماليه يو زده کوونکي اوالې احمد درفا ویلي، "ډېر په تېزۍ سره حالات بدل شو، خلکو چغې وهلې په منډه وو، ودانۍ څنډېدلې، هر څوک په دې منډه وو چې دوی به بچ شي".
هغه ويلي "سهار وختي څلور بجې وې بهر د ګاډي په تمه وو خو موټر ورته نه ترلاسه کېدو. بهر سخته مسله ده. يخ موسم دی تودې يا ګرمې جامې ورسره نشته، بهر چې چاته څه هم په لاس ورځي اغوندي یې".
يادې زلزلې چې د شام او ترکي په پوله کومه سيمه اغېزمنه کړې په شام کې دغه سيمه د يوې لسيزې راهسې په کورنيو جګړو کې ښکېل ده. او د شام د حکومت مخالفه ډلې په ولقه کې چې کومه سيمه ده هلته په ملک کې د جګړو له امله د څلور ملينه پورې خلک راغلي او مېشته دي.
دوی چې په کومو ودانيو کې اوسيږي په هغو کې زيات د جګړې په مهال په بمباريانو کې لګېدلي دي.
په ترکي کې راغلې دا اوسنۍ زلزله په سیمه کې يوه زوروره زلزله ګڼل کيږي.
په کال 1999 کې د 7.4 شدت په زلزله کې د 17000 نه زيات کسان مړه شوي وو.
په تېر اکتوبر کې د 7.0 شدت په زلزله کې 116 کسان مړه شوي او 1000نه زيات ژوبل شوي وو.
[په دې خبر کې د وي او اې د ترکي او صوماليه د څانګې او خبري ادارو اې پي، اې اېف پي او رويټرز نه ځينې معلومات اخستل شوي دي].