د اسرایل حکومت وایي د خالي یا شنبې په ورځ د وزیراعظم نیتن یاهو په کور یو ډرون برید شوی خو وایي په دې برید کې هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښټې.
د اسرایلي حکومت وینا ده چې د خالي یا شنبې په سهار په اسرایلو کې سایرن غږیدلی اؤ لبنان له لوري یې د اور د راتلو خبرداری ورکړی دی.
د اسرایلي حکومت ویاند ویلي چې د حملې په وخت د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو اؤ د هغه د کورنۍ نور غړي د تل ابیب شمال کې په قیصریه کې پخپل کور کې موجود نه وؤ.
اسرایلي پوځ دعوه کړې ده چې د اسرایل په هوایي حدودو کې یې دوه ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي.
د اسرایلي وزیراعظم په کور دا برید په داسې مهال شوی چې لبنان کې د حماس د ایتلافي ایران پلوه تنظیم حزب الله په ضد جګړه کې شدت پېدا شوی دی.
حزب الله د جمعې په ورځ ویلي چې دوي د اسرایل په ضد د نورو ګاییډډ میزایلو توغولو اؤ ډرون بریدونو د یو نوي پړاؤ پیل کولو پلان جوړ کړی دی.
د وسله والې ډلې حزب الله مشر حسن نصرالله د ستمبر میاشتې په وروستیو کې د اسرایل په یو ډرون برید کې وژل شوی ؤ اؤ اسرایل د اکتوبر په پیل کې لبنان ته هم خپل ځمکني ځواکونه لېږلي وؤ.
غره کې په جګړه د بوخت اسرایلي ځواکونو اؤ حماس تر منځ هم د اوربند هڅې د ځنډ ښکار شوي اؤ روانه اوونۍ د حماس د مشر یحییا سنوار له وژل کېدو وروسته دواړو خواؤې د جګړې د چټک کولو اشارې ورکوي.
د جمعې په ورځ د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامنه اي ویلي وؤ چې د سنوار وژنه دردونکې ده خو هغه زیاته کړې وه چې حماس تر دې وړاندې د نورو فلسطیني مشرانو د وژل کېدو باوجود خپل مقاومت دوامداره ساتلی دی.
خامنه اي ویلي وؤ، حماس ژوندی دی اؤ ژوندی به وي
امریکې،برتانیې ، اروپاي اتحادیې اؤ نورو نړیوالو هیوادونو حماس اؤ حزب الله ترهګر تنظیمونه ګرځولي دي.