په دمشق کې دیاغیانو د بریدونو وروستو سخته جګړه پیل شوې

د شام سرښار دمشق په یو شیمر سیمو کې د حکومتي عسکرو او یاغیانو تر مینځه سخته جګړه پیل شوی. د مطبوعاتي رپورټونو او ځا يي فعالینو تر مخه دغه جګړه وروستو د هغې تنده شوه کله چې یاغیانو د بارودو ډک دوه ګاډي د ګڼې ګوڼړي په ځاېی کې والوځول. په دغه چاودنو کې نژدې ۲۰ کسان وژل شوي وو.

د اتوار په ورځ جګړه وروستو د هغې نوره هم سوا شوه کله چې د یاغیانو سره تړلې یوې ډلې طاهر الشام چې د شام حکومت مخالفه ډلو اتحاد کې شامل دي په شرقي دمشق کې جبار(جوبار) قابوون او اېين ټارما کې پرمختګ اوکړو.

په شام کې د کال ۲۰۱۱م راهسې د کله نه چې په دغه هیواد کې خانه جنګي پیل شوې، د صدر بشر الاسد حکومت د سرښار خواو شاه سیمې د خپل کنټرول لاندې ساتلي، او د یاغیانو په کنټرول کې لږې شان برخې هم د کال ۲۰۱۳م راهسې د حکومتي عسکرو په ګیره کې وې.

خو د شام په حالاتو نظر لرونکي یو شمیر څیړونکي په سرښار باندې د یاغیانو او وسله والو دا تازه فشار یو لوې پرمختګ ګڼي. د شام په حالاتو نظر لرونکي شامي خبریاله زارا سعیده وایي د دمشق په مرکز کې دا یوه لویه پرمختیا ده. د هغې په وینا د شام حکومت تل دا غوښتل چې یاغیان د دمشق په خواو شا سیمو کې خپې مظبوطې نه کړي.

د شام حکومت مخالفه ډلو مطبوعاتي سرچینې وایي په تازه جګړه کې یاغیانو یو شمیر مهم ځایونه قبضه کړي او تر دولسو پورې عسکر يې هم په دغه جګړه کې وژلي. د دمشق یو ځايې خبریال ایمان میداني وي او ای ته ویلي یاغیان هڅه کوي چې د اداوي لوې سړک (هايې وی) قبضه کړي. دغه سړک شرقي دمشق د مرکزي دمشق سره یو ځاېی کوي.

خو د شام سرکاري مطبوعاتي اداره صنعا نیوز ایجنسۍ بیا دا تازه پیښې مهمه نه بلي او په یو رپورټ کې يې ویلي حکومتي پوځ د ترهګرو یو برید ناکامه کړی او ترهګر يې په یو مخصوص ځاېې کې محدود کړي. د شام حکومت مخالفه ډلو او یاغیانو ته ترهګر وايي.

د شام یو بلې خبري ادارې سمارټ نیوز تر مخه د شام حکومت د تازه جګړې په ځایونو کې نور عسکر پرځاې کړي او په سرښار کې يې امنیت هم ټینګ کړی.

د شام په سرښار کې په نژدیو اونیو کې امنیتي حالت ډیر خراب شوی. په تیرو دوه اونیو کې په یو شمیر ځان وژونکې بریدونو کې لږ تر لږه 150 کسان وژل او په سلګونو نور ژوبل شوي وو. دغه بریدونو سرښار په مکمله توګه جړقولی وو کوم چې د حکومتي عسکرو او د صدر اسد د واک اختیار مضبوط مرکز ګڼل کیږي.

په شام کې د القاعده سره تړلی یوې ډلې د دمشق په خواو شاه کې د دغه بریدونو ذمه واري په غاړه اخستې.

د شام د حالاتو څارنه کونکي ډلې ګڼي په شرقي دمشق کې د یاغیانو دا تازه پرمختګ په سرښار د حکومت کنټرول کمزوری کړی.

د سیرین ابزرویټري فار هیومن راېټس مشر رامي عبدالرحمان وايي د اتوار د ورځې دا تازه اېنښتې په دمشق کې د تیر څه وخت راهسې روانه قلاري په خطر کې اچولی ده.

خو ځنې نور څیړنکاران بیا ګڼي یاغیانو دا تازه ګامونه د ملګرو ملتونو په مشرۍ کې د سولې خبرو اترو دویم پړاو وړاندې د پوځي ګټو لپاره کوي. دغه خبرې اترې د شام حکومت او مخالفه ډلو ترمېنځه په جینېوا کې کیږي.

خبریاله سعیده واېي د یاغیانو لخوا د دې تازه عملیاتو وخت ډیر مهم دی. او حکومت مخالفین هڅه کوي چې د خبرو اترو وړاندې که دوي څه ځایونه اونیسي نو دوي ته به ګټې اورسي.