په شام کې هر قسمه حالاتو ته تېار یو: دمشق کې پاکستانی سفير

ښاغلي احمد ډيوه رېډېو ته د دمشق نه په ټيلي فون وېلي د شام نه ېو شمیر پاکستانیان وتلي

ښاغلي احمد ډيوه رېډېو ته د دمشق نه په ټيلي فون وېلي د شام نه ېو شمیر پاکستانیان وتلي او چې کوم تلل غواړي دوېي ورسره مرستې کوي. واحد احمد زیاته کړی د خپل هیواد خارجه وزارت سره په رابطه کې دی خو تر اوسه د سفارت د بندېدو یا خلاص ساتلو څه فیصله نه ده شوی
د شام په سر ښار دمشق کې د پاکستان سفير واحد احمد واېي د هر قسمه حالاتو لپاره ېي تېارۍ نېولي دي- ښاغلي احمد ډيوه رېډېو ته د دمشق نه په ټيلي فون وېلي د شام نه ېو شمیر پاکستانیان وتلي او چې کوم تلل غواړي دوېي ورسره مرستې کوي. واحد احمد زیاته کړی د خپل هیواد خارجه وزارت سره په رابطه کې دی خو تر اوسه د سفارت د بندېدو یا خلاص ساتلو څه فیصله نه ده شوی. ښاغلي احمد د ډیوه ریډیو د یو سوال په ځواب کې اوویل په شام کې نزدی ۲۷۰ کورنۍ دي چې ځنې پکې خپل وطن ته ستانه شوي. په دمشق کې د پاکستان سفیر د ډیوه ریډیو سره دا خبری پداسې محال کړي چې امریکاېي مشران واېي په شام د حملی لپاره تیار دي. د پاکستاني سفیر سره د ډیوه ریډیو همکار رحمان بونیري دغه ځانګړی مرکه تاسو هم په لاندینی لنک اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

Pakistan’s Ambassador in Damascus with Rahman Bunairee