تفتان : دوه نورې نقطې د ایران سره سوداګریزو فعالیتونو لپاره پرانستل شوې

پر صفري نقطه یا زیرو پوائنټ به د ټرانزیټ تجارت په اونۍ کې درې ورځې خلاص وي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په حکم د ایران سره مربوط دوه نورې نقطې د پاکستان او ایران سرحدي ښار تفتان کې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره پرانستل شوې دي.

د پاک - ایران ټرانزیټ تجارت له تیرو دوه میاشتو راهیسې بند وو۔

د چارواکو په وینا د پاک - ایران د امیګریشن دفتر او دروازہ د کرونا وایرس د خپریدو د اندیښنو له امله تړل شوې وہ ۔

پر صفري نقطه یا زیرو پوائنټ به د ټرانزیټ تجارت په اونۍ کې درې ورځې خلاص وي.

چې پکې بار وړ‎ونکو ګاډو ته اجازه ورکول کیږي چې له ایران څخه سوداګریز توکي راوړي.

د چارواکو په وینا له ایران څخه راتلونکي ګاډو باندي سپرې او موټرچلوونکي یې سکریننڰ کیږي ۔

د ایالتي چارواکو په خبرہ یواځې د ایران له لوري تجارتي فعالیت ته اجازہ ورکړ‎ل شوې ۔

له بلې خوا د پاکستان او افغانستان پوله “باب دوستي چمن “د تیرې اونی د خالي - شنبې په ورځ پرانستل شوہ ۔

د دې پراساس په افغانستان کې د پاکستانیانو سربیره ، د پاکستان څخه به هم افغانانو ته د بیرته وراتلو اجازه ورکول شوې دہ ۔

د چارواکو په وینا پوله د سهار له نهو بجو څخه تر ماښام 5 پورې پرانيستي وي ، په ورته وخت کې په افغانستان کې میشته پاکستانیان د باب دوستي چمن په دروازه کې د سکرین کیدو وروسته د بشپړ طبي معاینې لپاره کورنتین مرکز ته لېږدول کیږي.