پاکستان یو بې اعتباره هېواد دی- ټیډ پو

د ټيکساس ریاست څخه د امریکې د کانگرس غړي ټیډ پو ويلي دي د پاکستان په ضد به د قانون منظورولو هڅه کوي چې پاکستان په نړیواله کچه د تر هگرو ملاتړ کونکې هیواد وگرځوي- ټیډ پو د ډیوه ریډیوهمکار افتخار حسېین ته په یوه مرکه کې ويلی دي پا کستان یو بې اعباره هېواد دی- هغه واېي په کانگرس کې د پاکستان خلاف قرارداد وړاندې کولو مقصد دا ؤ چې نړۍ ته په ډاگه شي چې پاکستان یو بې اعباره ملگری دی- هغه واېي چې دا خبره یقينی نه ده چې دا قرار داد به منظور شي ځکه چې اوبامه انتظامیه د پاکستان مرسته روانه ساتل غواړي-

د پاکستان د باندينو چارو وزارت ویاند ويلي دی په امريکه کې زیاتره واکداران او قانون پوهان د پاکستان ملگري دي او هغوېي ته معلومه ده چې پاکستان د ترهگرۍ په ضد جگړه کې ډیرې قربانۍ ورکړي دي-

د ټیډ پو سره د ډیوه همکار افتخار حسین د مرکې نور حال واورئ

Your browser doesn’t support HTML5

ټیډ پو مرکه