پولیس: پېښور سره نژدې د پوځ په قافله بريد کې درې امنیتي عسکر وژل شوي

اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو په اړه خپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي چې د تېرې ستمبر په مياشت کې د روان کال د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې رېکارډ شوې وې

د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور د متنو تاڼې په علاقه کې د پوځ په قافله وسله وال بريد شوی، چې پکې د پوليس چارواکو په وېنا د دوه پوځي او يو ملېشې عسکر او يو لاروي په ګډون څلور تنه وژل شوي دي خو پوځ په رسمي ډول د دغه پېښې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي. بل لور ته په ټانک ضلع کې د وسله والو پرضد عملياتو کې د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه شوې ده.

د متنو پوليس تاڼې يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط د نهې/ سه شنبې په سهار وي او اې ډیوه ته دغه پېښه تاييد کړه او وې يې ويل، پرون مازيګر په پينځه بجې په پوځي قافله بريد شوی چې تر څو ساعتونو پورې روان وو.

نوموړي په پېښه کې د څلورو تنو وژنه تاييد کړې چې پکې د هغه په وېنا دوه پوځيان، يو د اېف سي عسکر او يو لاروی تن شامل دي.

پوځ په خپله د دغه پېښې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویلي. خو پوليس چارواکي وويل، د پوځ قافله روانه وه چې بريد پرې شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې ده.

د پوليس چارواکي په وېنا د پېښې وروسته حالات قابو دي او د لټون عمليات روان دي. هغه وویل دوی ته د وړاندې نه هم په دغه علاقه کې ګواښونه شتون لري.

بل لور ته په ټانک ضلع کې امنيتي ادارو دعوه کړې چې تیره شپه يې په رڼوال علاقه کې عملیات کړي او څلور ترهګر یې وژلي دي.

امنیتي ادارو وي او اې ډيوه سره په شريک کړي خبر کې دعوه کړې چې د وژل شوو ترهګرو تعلق د بېټنو او ګنډاپورو طالبانو سره دی. د ټانک پوليسو دغه پېښه تاييد کړې او پوځ تراوسه پورې د دې پېښې په اړه په خپله څه نه دي ویلي.

دا تازه پېښې په داسې حال کې شوي چې نزدې يوه اوونۍ وړاندې د شمالي وزيرستان په میرعلي تحصيل کې د پوځ په کاروان ځانمرګی بريد شوی او 21 پوځيان پکې ژوبل شوي وو.

په سمدستي توګه د دغه بريد زمه واري چا نه وه منلې خو د سیمې یوې امنیتي سرچینې ويلي وو تحریک طالبان پاکستان د ځانمرګي برید کوونکي عکس خپور کړی وو.

په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې دغه ډول بريدونه او د بدامنۍ پېښې کېدل سېوا شوي دي.

اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو په اړه خپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي چې د تېرې ستمبر په مياشت کې د روان کال د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې رېکارډ شوې وې.

څيړنيزې ادارې ويلي د ستمبر په مياشت کې په ټول هېواد کې 42 ترهګریز بريدونه رېکارډ شوي چې د تېر اګست د میاشتې په پرتله پکې 35 فيصده اضافه شوې ده.

د رپورټ ترمخه په قبایلي ضلعو او خېبر پښتونخوا کې د تشدد په کچه کې 106 فيصدي اضافه شوې ده.

په ياد رپورټ کې ويل شوي د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ په 42 حملو کې د 24 امنیتي اهلکارو په ګډون 40 کسان وژل شوي او ټول 77 کسان پکې ټپيان شوي چې پکې 19 امنیتي اهلکار هم شامل وو.

د رپورټ ترمخه په رېکارډ کړل شوو بريدونو کې د امنیتي ځواکونو د مرګونو کچه 60 فيصدي ته پورته شوې چې ښايې امنیتي ځواکونه د ترهګرو بنيادي هدف وو.