په کراچۍ کې نرښځيانو د سيند مورت مارچ په نوم لاريون غونډه راجوړه کړې او د خپلو حقونو غوښتنه يې کړې ده. نرښځيانو غوښتي چې د دوی پرضد "کرکه خورول دې جرم وګرځول شي"، د دوی "د شناخت ساتنه دې يقيني کړی شي" او د دوی د حقونو دپاره جوړ "قوانين دې په اصل حالت کې په ځای وساتل شي".
سيند مورت مارچ چې نرښځيانو ورته د خپلو حقونو دپاره د لومړي سياسي مارچ نوم ورکړی، پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ [20 نومبر] د کراچۍ په فريير هال کې راجوړ شوی وو. په ياده غونډه کې په لویه شمېره کې د نرښځیانو ګډون والو سره د بشري حقونو فعالو، وکيلانو، او عورت مارچ غړو هم ګډون کړی دی.
په غونډه کې د پاکستان پيپلز پارټۍ جوړوونکي او پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بټو نمسي ذوالفقار علي بټو جونير هم ګډون کړی او د نرښځيانو په حق کې يې نعرې وهلي دي. په ياده غونډه کې د خېبرپښتونخوا نه راغلو نرښځيانو هم ګډون کړی دی.
د سیند مورت مارچ راجوړوونکې مشرې د نرښځيانو د حقونو فعالې شهزادي رای ویلي، "دا په پاکستان کې د نرښځيانو لومړی مارچ يا لاريون دی"، او زیاته کړې يې ده دغه مارچ يې د 20 نومبر د هغه نړيوالې احتجاجي ورځې برخه ده کوم چې په تشدد د وژل شوو نرښځيانو په ياد کې کيږي.
نرښځيانو د سيند مورت مارچ د لارې 12 غوښتنې وړاندې کړي، چې "مرکزي او صوبايي حکومتونه دې د نرښځيانو پرضد کرکه خورول جرم وګرځوي، د نرښځي د وژنې خون بها دې د قتل د مقدمې څخه جدا کړی شي، د دوی د شناخت د حق ساتنه دې وشي، په صنفي شناخت د نرښځيانو نه زیاتې کرايانې اخستل او د ميراث څخه محرومه کول دې جرم وګرځول شي".
دوی په "2018 کې د نرښځيانو دپاره د جوړ حکومتي قانون، او 2020 د قاعدو په خپل ځای ساتلو، په نوکريانو کې د 0.2فيصده کوټې نافذولو، په نصاب کې شاملولو او دوی سره د ناوړه چلند د مخنيوي او په اسمبلۍ کې د مخصوصه څوکۍ" غوښتنې کړي دي.
نرښځيانو د جماعت اسلامي ګوند په سېنېټر مشتاق احمد خان ښکاره نيوکې کړي چې د مذهب په نوم د دوی پرضد پروپېګنډا کوي او د نرښځيانو ژوند يې په خطره کې کړی دی.
نرښځيان وايي په 2018 کې چې د دوی د حقونو دپاره کوم قانون جوړ شوی په هغې پوښتنې راولاړول کيږي چې د شريعت پرضد دی خو دوی وايي په دغه قانون کې د اسلام پرضد هيڅ نشته.
خو سېنېټر مشتاق احمد خان وايي، د نرښځيانو دا قانون په 2018 کې جوړ شوی دی او دې ته د ټرانسجنډر نوم ورکړی شوی دی. وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په دې قانون کې د نرښځې تشريح سمه نه ده، دا قانون په اصل کې د نرښځې دپاره نه دی.
هغه زیاته کړه، د پاکستان په ايين کې د ښځې او سړي د جنس ویل شوي دي جنس او صنف به يو وي جنس او صنف به بدل نه وي، هغه وويل په دغه قانون کې د بدلون دپاره يې په پارلیمان کې بدلون راوړی دی چې اصلاحات دې پکې وشي، او بل د خنثا په نوم يې بله قانونه مسوده راوړې ده چې په هغې کې د دوی دپاره پوره قانون دی او د دوی د حقونو تحفظ پکې جوړ شوی دی او په مرکزي شرعي عدالت کې يې هم په دغه لړ کې خواست کړی دی.
نوموړي دا هم وويل هغه د نرښځيانو ضد نه دی او د دوی سره د نرښځيانو خپله يوه ډله هم ملګرې ده او دا تور ردوي چې ګنې هغه د نرښځيانو ژوند په خطره کې اچولی دی او دعوه کوي کوم نرښځیان چې وژل کيږي هغو د ځينو جرايم پېشه ډلو سره په ملګرتيا کوي او په وروستيو کې درې څلور پېښې هم په دغه ډول پېښو کې شوي دي.
په پاکستان کې د 2017 د سرشمېرنو ترمخه په ملک کې د نرښځيانو شمېره خواوشا 10000 ده.
په پاکستان کې وخت په وخت د نرښځیانو د وژلو او په دوی د تشدد د پېښو خبرونه مخې ته راځي. په خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو اتحاديه وايي، د کال 2015 راهسې په صوبه کې د 75 نه زيات نرښځیان وژل شوي او د 1500 پورې نرښځيان د جنسي او جسماتي تشدد ښکار شوي دي
د بشري حقونو نړيوال تنظیم اېمنسټي انټرنيشنل په خپل يو وروستي رپورټ کې ويلي چې د کال 2021 د اکتوبر د میاشتې نه د کال 2022 د ستمبر د میاشتې پورې په پاکستان کې 18 نرښځيان وژل شوي او دا په اسيا کې په يو ملک کې د نرښځيانو د وژنو تر ټولو زياته شمېره ده.
د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن د وژل شوو نرښځيانو په ياد کې د ورځې په اړه ټويټ کړی او ويلي يې دي، امریکا د جنس په بنياد، د جنس په شناخت يا څرګندولو، او جنسي خصوصياتو په سر د تشدد ختمولو ته ژمنه ده. هر چاته دا حق دی چې د خپلې خوښې مطابق ژوند وکړي.
On Transgender Day of Remembrance, we pause and remember all those killed by transphobia. The U.S. remains committed to end violence on the basis of sexual orientation, gender identity or expression, and sex characteristics. Everyone should be able to live as their true self.
— Secretary Antony Blinken (@SecBlinken) November 20, 2022