د ریپبلکن ګوند صدارتي کاندید او د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ نن د ګل/ دوشنبې په ورځ د اوهایو سېنټر جی ډي وېنس د ناېب صدر په هیڅ وټاکو. جی ډي وېنس چې په یو وخت کې به یې په صدر ټرمپ سختې نیوکې کولی او د ټرمپ یو وفادار ملګری جوړ شوی.
نوموړي د امریکا په سیاست کې په یو داسې وخت د یو لوې سیاسي ګوند د پارټۍ ټکټ ګټلی چرته چې د لوې عمر مشرانو په اړه اندېښنې زیاتې شوي.
ډانلډ ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ ټروټ سوشل په یو بیان کې ویلي ٫٫ د اوږدو خبرو اترو، ډېر فکر او په ګڼو تکړه کسانو کې د یو ټاکنه، ما فیصله کړې چې تر ټولو غوره تن چې د امریکا د ناېب صدارت د څوکې لپاره تر ټولو غوره تن دی، د لوې اوهایو ایالت سېنټر جی ډي وېنس دی.٬٬
۳۹ کلن وېنس په قامي کچه په کال ۲۰۱۶م کې هغه وخت خلکو وپیژندو کله چې یې د خپلو یاداښتونو کتاب چاپ کو.
نوموړی په کال ۲۰۲۲م کې د سېنټ غړی منتخب شو او د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ٫٫ مېک امېریکا ګرېټ اګین ٬٬ اېجنډې تر ټولو کلک پلویانو کې یو جوړ شو.
نوموړي به په ځانګړې توګه به تجارت، خارجه پالیسۍ او مهاجرت د صدر ټرمپ کلک حمایت کوو.
خو په قامي سیاست کې لا د وېنس هغه شان تجربه نشته او په یو غیر معمولي وخت کې یې د صدر ټرمپ ټکټ ترلاسه کړی. په پخواني صدر د خالي/ شنبې په ورځ یوه قاتلانه حمله شوې او د هغه کمپېن یې ژړقولی، او د هیواد سیاست کې یې د خلکو پام ځان ته کړو.
په وېنس هم په اېکس ټولنیزه رسنۍ د يو ټوېټ کولو په سر سختې نیوکۍ شوي چې پکې نوموړي ویلي وو چې د تشدد ذمه واري دې په صدر جو باېډن ورپورې شی.
وېنس په دغه ټوېټ کې لیکلي ٫٫ د باېدن د کمپېن مرکزي خبره دا ده چې صدر ډانلډ ټرمپ آمرانه فاشسټ دي په هر حال یې مخه نیول پکار دي.٬٬ نوموړي لیکلي ٫٫ دغه بیانونه په صدر ټرمپ د قاتلانه حملې نېغ په نېغه سبب ګرځېدلی.٬٬
د وېنس د ټاکنې مطلب دا شو چې د ریپبلکن ګوند مشري به یواځې سپین پوستي کوي په داسې وخت چې ټرمپ به د تور پوستو او لاطیني امریکایانو ووټونو ترلاسه کولو لپاره لارې ګوري.