ناتاییده رپورټونه وایي پکتیکا کې په شکمن ډرون برید کې د ټي ټي پي اته وسله وال وژل شوي

File Photo

ناتاییده رپورټونه وايي د افغانستان پکتیکا ولایت کې د پاکستاني طالبانو په یو ګاډي شکمن ډرون برید شوی چې پکې لږ تر لږه اته طالبان وژل شوي دي.

د یکشنبې په ورځ په افغان رسنیو اؤ سوشل میډیا اطلاعات مخې ته راغلي چې دا برید د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ په ترخه سیمه کې د پاکستاني طالبانو په یو ګاډي شوی دی خو په افغانستان واکمنو طالبانو لا دا برید نه دی تایید کړی.

افغان رسنیو دعوه کړې ده چې برید د ټي ټي پی د کمانډر ضرار ګنډا پور په وسله والو شوی اؤ اته واړه وژل شوي وسله وال د ضرار ګنډاپور په وسله واله ډله پسې تړاؤ لري.

په پاکستاني طالبانو دا شکمن برید کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو د سکتر محمد خرم اغا له وروستي سفر او طالب چارواکو سره له لیدنې یوازې درې ورځې وروسته شوی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د وزيراعظم په لارښوونه د پاکستان د کورنیو چارو د سکتر محمد خرم اغا په مشرۍ یو پاکستاني پلاوي په ‏‎30‎مه مئ د کابل سفر کړی او ‏افغانستان کې واکمنو طالبانو د کورنيو چارو د مرستیال وزیر محمد نبي عمري سره یې تفصيلي ملاقات شوی دی.‏

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له لوري ويل شوي وؤ"په ليدنه کې د بشام د ‏‎26‎م مارچ د ترهګر بريد په اړه بحث شوی، د کورنيو چارو سکتر د پاکستان د حکومت لخوا د بشام د بريد په اړه د ‏شوو پلټنو نتيجې افغان طالبانو سره شريکې کړي او افغانستان څخه یې په پېښه کې ککړو کسانو نيولو کې مرسته غوښتې ده"

په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام کې د داسو ډېم په چينايي انجينيرانو ځانمرګی برید شوی ؤ چې پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ‏‏‏ډرايور یې پکې ‏وژل شوي وو.‏ هغه وخت تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد څخه د لاتعلقۍ اعلان کړی و.‏

خو د پاکستان حکومتي او پوځي مشرانو د دغه پېښې زمه واري په تحریک طالبان پاکستان ور اچولې، او تور یې لګولی چې د افغانستان خاوره په ‏دوامداره توګه د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کارول کیږي. ‏

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي، اسلام‌اباد په دې هڅه کې دی چې په پرله پسې ډول د چینايي انجینرانو د مسلې په راپورته کولو سره د دغې ډلې او چین ترمنځ اړیکې خرابې کړي.