په ترکي کې د انتخاباتو وروسته د رایو شمېرنه روانه ده

د اتوار/ یکشنبې په ورځ په ترکیه کې صدارتي او پارلمانی ټاکنو لپار د رایو ورکولو وروسته د ووټونو شمېرنه روانه ده. د ترکي دې انتخاباتو په اړه اټکل کیږي چې په لسیزو کې به په کورني او نړیواله کچه تر ټولو مهمې ټاکنې وي. د دې انتخاباتو نتېجې به د صدر رجب طېب اردوان د سیاسي راتلونکي فیصله هم کوي څوک چې د تیرو شلو کالو راهسې په واک کې دی.

د تېرې ورځې د ټاکنو په اړه دا اټکل هم شوی چې دا ځل به په لویه کچه خلک رایې ورکړي په یو داسې هیواد کې چرته چې د رایو ورکونکو شمېره د نړۍ په کچه زیاته ده. د ترکي صدر اردوان او د هغه لوې مخالفه سیال کمال قلیچداراوغلو دواړه ادعا کوي چې دا ټاکنې د هیواد د تاریخ تر ټولو مهمې ټاکنې دي.

د استنبول په کادیکوي ضلعه کې چې کله د رایو مرکزونه خلاص شول نو د رایې روکونکو شمېره زیاته او چټګه وه. دغلته د یو ووټ اچونکي مصطفی لپاره تر ټولو لویه اندېښنه د هیواد اقتصاد وو. مصطفی وايي ٫٫ اقتصاد تر ټولو مهم دی، تاسو ګورۍ هر ځاې کې حالات څومره خراب دي.٬٬

په ترکيه کې د ګرانۍ شرح د ۴۰ ٪ (څلوېښت فیصده) نه زیاته ده، د بنیادي سامانونو د نرخونو زیاتوالي او اقتصاد د زیاتو راې ورکونکو لپاره مهم دي. خو زهرا چې د طب په شعبه کې کار کوي، د هغې لپاره جمهوریت تر ټولو مهم دي.

زهرا وايي: ٫٫ زما لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې د یو سړي د واک نه داسې جمهوریت/ ډېموکراسۍ ته واوړو چې د هر چا د رایې نماېندګي لري.٬٬

اردوان خپل حکومت په یو طاقتور صدارتي شکل بدل کړی چې هغه فرمانونو په لار د حکومت کولو اختیار ترلاسه دی. د هغه ناقدین په هغه تور لګوي چې داسې د دې واکمنۍ د لاسه د فرورۍ په میاشت د زورورې زلزلې وروسته یې چټک غبرګون وه نه ښود. په دغه زلزله کې د ۵۰،۰۰۰ (پنځوس زرو) نه زیات خلک وژل شوي. خو اردوان دغه تورونه ردوي. د هغه مقابل قلیچداراوغلو بیا ژمنه کړې چې ترکي به بېرته پارلیماني جمهوري نظام ته اړوي.

اردوان بیا وايي په ګاونډ کې روانو جګړو له سببه دغه واک اختیار داسې ساتل ضروري دي. د اردوان یو رایې ورکونکی پلوي علي دیمېر هم دغه خبره تایدوي. ٫٫ په دې انتخاباتو کې خارجیان هغه کوي چې مونږ تقسم او ترکي ماته کړي.٬٬

د جمعې په ورځ د انتخاباتو په خپله اخیرۍ وینا کې د ترکي صدر رجب طېب اردوان د امریکا په صدر جو باېډن تور لګولی چې د دې انتخاباتو په لار هغه د واکه لرې کول غواړي. واشنګټن ویلي دوي په انتخاباتو کې د کومې خوا پلوي نه کوي.

د ترکي او د دې روایتي غربي ملګري هیوادونو تر منځ د انقرې او ماسکو تر منځه اړیکو قوي کیدو او د جمهوریت په سر په تیرو څو کلونو کې اړیکې تاوجنې شوي. د اردوان مخالفه کمال قلیچداراوغلو بیا ژمنه کړې چې د ترکي د غربي اېتلافیانو سره اړیکې بېرته سموي.