افغانستان: د هيلي کاپټر غورځېدو په پېښه کې دوه امریکايي سرتيري وژل شوي

په افغانستان کې بهرنيو نېټو ځواکونو ويلي د هیلي کاپټر د غورځېدو په پېښه کې دوه امریکايي سرتيري وژل شوي دي.

نېټو نن د شورو، چارشنبې په ورځ په يو بيان کې د امریکايي سرتېرو د وژنې خبر ورکړی دی.

په خبرکې دا نه ده په ډاګه کړی شوې چې هيلي کاپټر چرته غورځېدلی خو ويل شوي چې پلټنې يې روانې دي او ابتدايي رپوټونه دا نه ښايي چې هيلي کاپټر د دښمن لخوا ويشتل شوی دی.

طالبانو ادعا کړې په لوګر کې يې امریکايي شينوک هيلي کاپټر رانسکور کړی بهرني او داخلي عسکر يې پکې وژلي دي.

د نېټو په بيان کې ويل شوي د امریکا د دفاع پاليسي د مخې د وژل شوؤ سرتېرو نومونه نه دي ښکاره کړی شوي.