د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل د جمعې په ورځ په یو قرارداد کې غوښته وکړه چې افغانستان او د هېواد د طالب مشرانو سره ښکیلتیا زیاتولو دپاره دې د ادارې خصوصي استازی وګمارل شي.
سېکیورټي کاونسل د افغانستان دپاره د خصوصي استازي غوښتنه د نومبر په میاشت کې شایع شوي د یوې ازادې اندازې وروسته کړې چې په کې وېل شوي وو چې د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس دې افغانستان سره ښکیلتیا یا روابط زیات کړی شي.
د سېکیورټي کاونسل په قرارداد کې د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل اېنټونیو ګوټېرېس نه غوښتنه شوي د خپلواکه رپورټ په تجویز دې د افغانستان دپاره خصوصي استازی نامزد کړي، په خصوصي توګه د صنف او د انساني حقونو په لړ کې.
د سېکیورټي کاونسل 13 غړو د قرارداد په حق کې ووټونه ورکړل. چین او روس په ووټونو کې برخه وانخیستله.
په قرارداد د ووټو نه مخکې د جاپان سفیر یمازکي کازوېکي وویل جاپان او یو ای ايي ګڼي چې د ازاده اندازه بحث د وړاندې بوتلو دپاره بهترین بنیاد دی.
قرارداد د واضحه کوي چې افغانستان سره په مربوط او منظم ډول د نړیوالې ښکېلتیا د زیاتولو ضرورت دی.
په سېکیورټي کاونسل کې د افغانستان صورتحال د پورته کولو ذمه واري د جاپان او متحده عرب امارات په غاړه ده، چې شریک "پېن هولډرز" بلل کېږي یا هغه څوک چې قلمدان لري.
د ملګرو ملتونو په شمول یو ملک او نه هم کومې نړیوالې ادارې د طالبانو حکومت په رسمېت پېژندلی او ملګري ملتونه یې طالبان د افغانستان "ډي فېکټو اتارټیز" یا عملي چارواکي بلي.
په 2021 کې د بیا واکمنېدو نه پس طالب چارواکو وېل چې نوی حکومت به یې د کال 1996 نه د 2001 پورې پخواني حکومت نه بدل وي خو ډیرې پابندۍ یې معارفي کړي چې زیاتره په ښځو لګول شوي دي.
د نړیوالې ټولنې د غندنې باوجود، طالبانو د جینکو او ښځو په تعلیم او کار روزګار قدغنونو لګولي دي.
په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس افغان ښځو په کابل کې یو شمېر مظاهرې هم کړي او د انساني حقونو فعالانو ویلي طالبانو د مظاهرو په ضد د زور زیاتي نه کار اخیستلی دی.
د سېکیورټي کاونسل د قرارداد د منظورېدو نه وروسته د امریکې استازي وویل واشنګټن د افغانستان دپاره د خصوصي استازي د ګمارنې دپاره د غوښتنې کلک ملاتړ کوي.