د امریکې استخباراتي مامورینو ویلي روس، چین او ایران د ډیر وخت راهسې د ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاباتو په حملو کې ککړ دي چې په انتخاباتو کې د شرکت کوونکو په نظر اثر وغورځوي.
د نومبر يه دریمه نېټه کودونکوي انتخاباتو کې د زیارت، پنجشنبې، د ورځ پورې ۸۲ مېلین ووټرانو تر د ډاک دلارې یا د وخت نه مخکې د ووټ ورکولو په مرکزونو کې خپلې رای ورکړي دي.
د واک من ريپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ د صدارت د دویمې دورې امیدوار دی. پخوانی نایب صدر د ډېموکرېټک پارټۍ جوبایډن په ووټونو کې د صدر ټرمپ حریف دی. دواړه په ورستیو انتخابي جلسو کې مصروف دي.
د وي او ای د قامي سلامتیه د چارو د انګریزۍ څانګې خبریال په خپل رپورټ کې لیکي چې په ورستیو ورځو کې استخباراتي مامورینو خبرداری کړی چې ایران د هېکنګ دلارې د امریکايي ووټرانو د نوم لیکنې یا رجسټرېشن ډېټا یا معلوماتو ته رسايي کړې ده.
د کال ۲۰۱۶ او د ۲۰۱۸ د منځنۍ مودې د انتخاباتو برعکس، چارواکي وايي، د سږ کال ووټونو سر ته د رسېدو نه پس به هم په انتخاباتو حملې نه بندیږي او دا به د اینده کال د جنورۍ تر ۲۰ نېټې پورې دوام لري. په دغه نېټه به د نومبر په دریمه نېټه منتخب شوی صدر د خپلۍ چوکۍ سوګند پورته کوي.
امریکايی استخباراتي مامورین وايي روس، چین او ایران د اګست د میاشت راهسې د صدراتي انتخاباتو په لړ کې د امریکايي ولس په سوچ د اثرانداز کېدو دپاره کېمپېنونه شروع کړي دي.
د غیرملکي استخباراتي عملیاتو او د امریکې د قامي سلامتیه ادارې نېشنل کاونټرانټېلیجنس اېڼد سکیورټي مشر وېلیم ایوانا په یو غېر معمولي بیان کې وویل چې روس، چین او ایران د انتخاباتو په دواړو امیدوارانو، د درپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ او د ډېموکرېټک پارټۍ جوبایډن، کې خوښه ناخوښه لري او داسې عملیات کوي چې د خپلې خوښې امیدوار ته ګټه ور ورسوي.
د ایوانا ترمخه روس ډانلډ ټرمپ خوښوي او کرېملېن ځېنې کردارونه د ټرمپ په حمایت کې په سوشل میډیا او په ټېلې وژن کېمپېنونه چلوي. چین د جوبایډن حمایت کوي او ایران ګڼي چې که چېرې ډانلډ ټرمپ بیا صدر منتخب شو نو په ایران به فشار دوامداره وساتي.
د امریکې د تحقیقاتي ادارې اېف بي ایي مشر کرسټوفر ری د کانګرس غړو ته ویلي په سوشل میډیا د روس کوښښونه ډیر فعاله دي.
خو د امریکې د استخباراتو تر ټولو لوی مشر، د نېشنل انټېلیجنس ډرېکټر جان رېټکلېف د اګست په میاشت کې فاکس ټېلې وژن ته په یوه مرکه کې وویل د روس په مقابل کې د چین نه خطر زیات دی. هغه وویل هر هغه څوک چې استخباراتي معلوماتو ته رسايي لري د دې نه خبر دي.
خو ځينې نور مامورین وايي امریکا د چین د اوږد مهال خطر سره مخامخ ده خو روس د انتخاباتو دپاره خطر دی.
امریکايي چارواکي وايي د روس، چین او ایران ترڅنګ ۳۰ ملکونه دي چې په امریکايی انتخاباتو د اثر انداز کېدلو هلې ځلې کوي او د دغو ملکونو په فهرست کې سعودي عرب، ترکي، کیوبا او د وېنزوېلا په رنګ ملکونه هم شامل دي.
د خطراتو او د دړکو باوجود امریکايي چارواکي اعتماد څرګندوي چې انتخابات به د خارجي مداخلت نه محفوظ وي.
د سایبرسکیورټي اېڼد انفراسټرکچر سکیورټي نومې ادارې مشر کرسټوفر کرېبز تېره میاشت دا اعلان وکړو چې د کال ۲۰۲۰ صدارتي انتخابات به په جدید تاریخ کې تر ټولو محفوظ ترین انتخابات وي.
د انټرنېټ او کمپیوټرو د نظام د امنیت ترڅنګ امریکايي چارواکي د بجلې د ترسیل او د مواصلاتو په جال د حملو امکان هم په پام کې نېسي او د تحفظ دپاره یې ګامونه اخیستي دي.
د هېکنګ، د په نظریاتي توګه د اثرانداز کېدو او په انټرڼېت د جعلي پېغامونو ترڅنګ امریکايي مامورین د ملک دننه د انتخاباتو په لړ کې د تشدد د خطر په اړه هم تشویش څرګند کړی دی.
د اېف بي ايي مشر کرسټوفر ری ویلي د انتشار او د نفاق د راپاروولو دپاره کوښښونه هم لیدل کیږي. هغه وویل د انتشار او راپارېدلو په نتیجه کې خطرناک مجرمانه فعالیتونه مخې ته راخي.
امریکايي استخباراتي مامورین خبرداری کوي چې ووټران دې هوښیار وسي چې خارجي قوتونه پرې د ووټونونه نه وړاندې، يا د ووټونو په ورځ او یا د دې وروستو اثر انداز نشي.