د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، امريکې د پاکستان د اېف -16 جنګي الوتکو د بيا رغونې/ مرمت دپاره د 45 ډالرو د تړون منظوري ورکړې ده.
د وي او اې اردو د خبر ترمخه د امریکې د دفاعي همکارۍ کمېټۍ دغه منظوري د شورو/ چهارشنبې په ورځ د امریکې کانګرس ته لېږلې ده.
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د دغه تړون لاندې به د پاکستان موجوده اېف -16 الوتکو ته د بيا رغونۍ سره ملاتړ ورکولی شي. او په دې تړون کې به پاکستان ته د کوم نوو وسلو توان نه ورکول کيږي.
امریکې ويلي دغه تړون به د امریکا د ملي امنيت د اهدافو او بهرنۍ پاليسۍ دپاره مرستندويه وګرځي. او د پاکستان د ترهګرۍ ضد توان به په ځای وساتي.
JUST IN: US @StateDept approves possible sale to help #Pakistan sustain its F-16 fleet US government & contractor engineering, technical, logistics services & related equipment valued at abt $450 million
— Jeff Seldin (@jseldin) September 7, 2022
امریکې دا هم ويلي چې د پاکستان د اېف -16 الوتکو د بيا رغونې د تړون سره به د سيمه ييزه قوت په تول هم کوم اثر نه پرېووځي.
په واشنګټن کې د پاکستان د سفارتخانې پرېس اتاشي او مطبوعاتي وياندې مليحه شاهد وي او اې سره په خبرو کې ويلي دا خوشبينه پرمختګ دی.
هغې ویلي، په دغه ګام او دغه ډول نور ګامونه به د پاکستان او امريکې د کوټلو اړيکو په لړ کې مرستندويه وګرځي.
په واشنګټن کې د ویلسن څیړنیز مرکز د اسیا د څانګې مرستیال مشر مايکل کوګلمېن ويلي، د دې تړون وخت ډېر مهم دی د پاکستان د تېر حکومت په وخت کې د واشنګټن او اسلام اباد اړيکې ډېرې ښې نه وې اوس ښکاري چې په يو نوي ډول امنيتي مرستو خبرې کيږي دې سره به د دواړو هېوادونو اړيکې نوې لاره ومومي.