د امریکا سمندري پوځ به په کال 1882م کې په الاسکا کې د کلنګټ قبایلو د یو کلي له منځه وړلو په سر بخښنه غواړي

په الاسکا کې د ځايي کلنګټ قبایلو په یو کلي د کال 1882م په ژمي کې ګولې وریدل شورو شول او بیا سمندري پوځیان په دغه کلي ورغلل او په کورونو کې او کښتیو کې چې څه پاتې وو، هغه یې وسوځول. په دغه کلي کې په راتلونکو میاشتو کې حالت دومره خراب شو چې د کلي د زیات عمر خلکو پخپله ځانونه وژل شورو کړه چې ماشومانو ته یې خوراک پاتې شي.

دا د کال 1882م د اکتوبر میاشتې 26مه نېټې کیسه ده، چې د الاسکا په انګون سیمه کې د کلنګټ قبیلي په کلي کې شوې چې هغه وخت یې ابادي 420تنه وه. خو اوس 142 کاله وروسته د دغه بمبارۍ ذمه وارن، د امریکا سمندري پوځ به په دغې پېښه بخښنه غواړي.

د امریکا د سمندري پوځ د شمالي سیمې کمانډر رېر اېډمېرل مارک سوکاتو به د خالي/ شنبې په ورځ په یوه دستوره کې د دغې پېښې په سر بخښنه غواړي. هر کال د اکتوبر میاشتې ۲۶مه نېټه د دغې پېښې ورځ لمانځل کیږي.

د دغه کلي د بیا جوړیدو لپاه د کلنګټ قبیلي خلکو په کال 1973م کې د امریکا داخله وزارت سره معاهده شوې وه او 90000، امریکايي ډالره یې د کلي د بیا جوړیدو لپاره ترلاسه کړې وې. د تیرو څو لسیزو راهسې د کلي مشران په دغه پېښه د بخښنې غوښتنه هم کوي، او د هر کال په یاد غونډه کې درې وارې پوښتنه کوي ٫٫ د سمندري پوځ لخوا دلته څوک شته چې بخښنه وغواړي؟٬٬

په انګون کې د کلنګټ قبیلې یو ځايي مشر ډېنیل جانسن وایي، ٫٫ تاسو کتلی شئ چې د کال 1882م راهسې کوم خلک مړه شوي، دوي به فکر کوو چې څه شوي وو او ولې شوي وو، او په دغې هر څه چې زمونږ په فکرونو کې دي په دغې بخښنه غواړو. مونږ هیڅ بد نه وو کړی.٬٬

په دغه کلي شوی برید د امریکا پوځ او د الاسکا د ځايي قبایلو تر منځه د کلونو راهسې روانې کشالې سلسله وه، کله چې امریکا په کال 1867م کې امریکا دغه سیمه د روس نه په پېسو واخسته. د امریکا سمندري پوځ تیره میاشت په دغه سیمه کې د کاکي کلي د ویجاړولو په سر هم بخښنه غوښتې وه چې په کال 1869م کې یې تباه کړی وو. د امریکا پوځ هم داسې اشارې ورکړي چې هم په دغه کال کې د الاسکا په رانګېل کې په شوو ډزو معافي وغواړي.

د امریکا سمندري پوځ منلې چې دغه دغلته اخستل شوو ګامونو په انګون، کاکي او خواو شاه سیمو کې مرګ ژوبلې اړولي، ځایي وساېل یې تاواني کړي او څو نسلونه یې په ټراما یا ذهني پرېشانۍ کې اچولي. د امریکا سمندري پوځ یو ویاند په یو ایمیل کې ویلي، ٫٫ بخښنه غوښتل پکار وو چې د ډیر وخت راهسې یې غوښتنه کیده.٬٬

د دغه کلي د ویجاړیدو پېښې په اړه بیانونه توپیر لري خو دغه هر څه د کلنګټ قبیلې حادثاتي مرګ وروسته شوې چې د ټوپک د چاودیدو له سببه شوې. د امریکا سمندري پوځ دریځ دی چې ځايي قبایلو یوه سمندري کښتۍ غاړې ته په زوره بولې وه، او پکې سواره کسان یې یرغمال کړي وو، او د دغې په بدل کې یې ۲۰۰ بسترې غوښتې وې.

د کښتې چلونکې کمپنۍ د بسترو ورکولو نه انکار کړی وو او قبایلو ته یې کار ته د ستنیدو امر کړی وو، ځايي قبایلو په خفګان کې خپل مخونه رنګ کړي وو. د کمپنۍ د خلکو خیال شوی وو چې دا حمله کونکي دي. د کمپنۍ مشر د سمندري پوځ د کمانډر نه مرسته غوښتې وه او ویلې یې وو چې د ځايي قبایلو د لاسه د ځايي سپین پوستو ژوند ته خطر دی.

د ځايي قبایلو تر مخه د کښتې سره کار کونکي قبایل د جنازې لپاره هلته ایسا وو او هیڅ څوک نه وو یرغمل شوي. جانسن وايي چې قبایل د چا دمرګ سمدستي وروسته کوم تاوان نه غواړي.

د اکتوبر په ۲۵مه نېټه چې کله سمندري ځواکونه راورسیدل نو قبایلو هغوي له 400 بسترې ورکړې او بیا په بله ورځ د حکم نه منلو سزا شورو شوه. د سمندري پوځ 81 عسکرو په کلي برید وکړو د خټو جوړ 12 کورونه، وړې کوټې، کشتۍ او د کلي دوکانونه یې تباه کړل. په برید کې شپږ ماشومان ووژل شوي وو. د دغه وروسته په کلي کې د یختۍ او لوږې د لاسه د مړو شوو مشرانو او وړو ماشومانو شمېره لا نه ده معلومه.