ډېموکرېټک گوند په ایوا ریاست کې د صدارتي کاکسز نتیجې لا نه دي اعلان کړي

د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپل بیان کې ډیموکرېټک گوند دا خبره رد کړه چې گني دا ځنډ د گوند په کمپیوټر نظام د حملې له کبله مخې ته راغلی دی

د کال ٢٠٢٠ د امریکې په صدارتي انتخاباتو د امېدوار نامزد کولو دپاره ډیموکرېټک پارټۍ په ایوا ریاست کې د گوند دننه ووټونه وکړل خو د رایو نتیجې لا نه دي اعلان شوي او مطبوعات وايي دا د گوند دپاره د شرمندگۍ سبب دی چې د صدارت گټلو دپاره یې هلې ځلې د مشکلاتو سره مخامخ شوې.

په ایوا کې د گل، دوشنبې، په ماښام د ډیموکرېټک پارټي د صدارتي انتخاباتو دپاره د امیدوار غوره کولو دپاره د رایو څرگندونه پپل شوه. د امریکې په انتخابي بهیر کې دې عمل ته کاکسز وايي، یا د گوند غړي په خپلو غونډو کې د گوند امیدوارانو ته رای ورکوي چې په صداراتي انتخاباتو کې د موجوده صدر ډانلډ ټرمپ مقابله وکړي.

په دې غرض په ایوا کې د ١٦٨٠ مرکزونو کې د ډیموکرېټک پارټۍ د ١٠٠٠٠٠ نه زیات غړو غونډې وکړې. د ډېموکرېټک پارټۍ ١١ امیدواران د صدارتي انتخاباتو دپاره د ټېکټ امیدواران دي.

د نهې، ماسپیښن پورې د ایوا کې د کاکسز نتیجې مخې ته نوې اعلان شوي او په ریاست کې د ډیموکرېټک گوند مشرانو وویل په نتیجو کې ځنډ سبب اجتماعي شمیرو په راټولو کې مشکلاتو له امله شوی دی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپل بیان کې ډیموکرېټک گوند دا خبره رد کړه چې گني دا ځنډ د گوند په کمپیوټر نظام د حملې له کبله مخې ته راغلی دی.

ډیموکرېټک پارټي چې څوک هم منتخب کړي، هغه به د نومبر په میاشت کې کېدونکو ووټونو کې د صدر ډانلډ ټرمپ سره مقابله کوي. صدر ټرمپ د دویمې څلور کلنې دورې دپاره امیدوار دی.

د ډیموکرېټک پارټۍ دننه د صدارتي انتخاب د ټېکټ دپاره د گوند دننه د دوو امیدوارانو ترمنځ مقابله سخته گڼل کېږي یو برني سېنډرز دی، چې په موجوده وخت کې په ازاد حیثیت کې د سېنټ غړی دی، په نظریه سوشلسټ گڼل کېږي او په اکثرو موضوعاتو د ډیموکرېټک گوند حمایت کوي.

د ډیموکرېټک گوند د ټېکټ بل امیدوار جو بایډن دی، چې د ډیموکرېټک گوند براک اوباما په صدارت کې د هغه نایب صدر و.

د برني سېنډرز نه علاوه مېرمن الېزبت وارن، پیټ بوټیجج او سېنټر اېمي کلوباکر د ډیموکرېټک د نامزدگۍ نو امیدواران دي.

د وي او ای ډیوه خبریالا پير زبیر شاه د ایوا مرکز ډي موېنز ته تللی دی او د کاکس په اړه به تازه خبرونه وړاندې کوي. هغه وویل د کاکسونو بهیر به ماښام شروع کېږي او د شپې ١٠ یا ١١ بجو پورې به نتیجې مخې ته راشي چې ریاست کې ډیموکرېټک پاټۍ د صدارتي امیدوار دپاره څوک منتخب کړو.

ایوا یو کليوال، زرعي ریاست دی او د امریکې د مجموعي ابادۍ یوازې یو فیصد برخه خلک چې زیارته سپین پوستکي دي، پکې اباد دي چې په امریکا کې د بدل شوي نسلي بدلونون عکاسي نه کوي.

د گل، دوشنبې، په ماښام به په ایوا ریاست کې د ډیموکرېټک پارټۍ غړي یوځای کیږي او د ووټونو دلارې به په صدارتي انتخاباتو کې د گوند د امیدوار انتخاب کوي. دغه ډول غونډې د کاکس په نامه یادېږي.

په کاکس کې د گوند غړي د لاسونو پورته کولو په زریعه د امیدوارانو سره د خپل حمایت څرگندونه کوي او د گوند پلویان په سکولونو، د ښار په تالارونو او په کورونو کې غونډېږي.

یو امېدوار چې د ١٥ فیصد پلویانو حمایت ترلاسه کړي نو هغه مناسب امیدوار گڼل کېږي. کوم امیدوار چې د ١٥ فیصد نه کمې رای واخلي نو د هغه پلویانو ته وویل شي چې حمایت دې په دویمه درجه امیدوار سره وکړي او دا رنگ د ټول ریاست نه رای یا ووټونه راغونډ کړی شي او بیا یو امیدوار حتمی انتخاب یا بریا اعلان کړی شي.