امریکا د روس آر ټي ټېليويژن د روسي استخباراتو ٫٫ حقیقي٬٬ برخه بللې

امریکا او ځینو اېتلافیانو یې په روسي ټي وي چېنل آر ټي او ځیني نورو حکومتي مطبوعاتو تور لګولی چې دغه ادارې د روس د استخباراتي ادارو په استازیتوب کار کوي. یادو هیوادونو د دغه ادارو د کارونو کمولو لپاره یو نړیوال کمپاېن هم پېل کړی.

د امریکا خارجه وزارت د جمعې په ورځ په دوو کسانو او دریو کمپنیانو پابندۍ اعلان کړی، چې پکې په ماسکو کې د آر ټي چلونکې اداره هم شامله ده. خارجه وزارت زیاته کړې چې نوي استخاباتي دا خبره په ډاګه کړې چې دغه ادارې نور د خبرونو او معلوماتو رسولو کارونه نه ترسره کوي.

د امریکا د خارجه چارو سېکتر انټني بلنکن په سټېټ ډیپارټمنټ کې د خبریالانو سره د خبرو په وخت ویلي چې د آر ټي چلونکې کمپني او نورې ادارې ٫٫ نور یواځې د روس د حکومت د پراپېګنډې او ناسمو معلوماتو د اور لمبې نه دي، دوي په امریکايي انتخاباتو او جمهوریت ته د تاوان رسولو او پرې په پټه توګه د اثر کولو په کار اخته دي.٬٬

ښاغلي بلنک زیاته کړې چې دوي د ٫٫ نړۍ د هیوادونو په کورنۍ معاملو کې د لاس وهنې٬٬ د روسي عملیاتو برخه دي.

ښاغلي بلنکن او نورو چارواکو د دغه نوي استخباراتي معلوماتو په اړه نور معلومات شریکولو نه ډډه وکړه، خو دا یې زیاته کړه چې دغه معلومات د آر ټي د کارکونکو لخوا ترلاسه شوي دي.

د دوي په وینا دا ښايي چې د روس د اثر لاندې چلیدونکی دغه ټي وي چېنل په انټرنېټ کیدونکي عملیاتو او په اوکراېن کې د روسي عسکرو لپاره خطرناکې وسلې ترلاسه کولو کې مهم رول لري.

آر ټي په سمدستي توګه په خپلو ټولنیزو رسنیو او د وي او ای د یوې پوښتنې په ځواب کې په امریکايي تورونو ملنډې وهلي. په واشنګټن کې د روس سفارت د وي او ای لخوا په دې اړه پوښتنې ته کوم ځواب نه دی ویلی.