امريکايي ځواکونو په عراق او شام کې د ايران د پاسداران انقلاب ځواک سره تړلې ملېشو خلاف هوايي حملې پيل کړي چې دا په منځني ختيځ کې د امريکا د خورا پوځي اهدافو نه د يو په نخښه کولو ته غبرګون دی.
دلته مونږ په منځني ختيځ کې د امريکا د پوځي موجودګۍ جاج اخلو او دا ښايو چې امريکايي پوځي مرکزونه چرته چرته دي.
د لسيزو راهسې امريکا په منځني ختيځ کې چارچاپېره پوځي مرکزونه لري. د ډېر نه ډېر پوځ د ګومارلو په موقع د سلو زرو نه زيات امريکايي پوځيان په کال 2011 کې په افغانستان کې وو او د يو سل شپېته زره نه زيات ځواک يې په کال 2007 کې په عراق کې و.
په کال 2021 کې د افغانستان نه د وتلو وروستو په سيمه کې د امريکايي ځواکونو شمېر ډې کم شوی او اوس يې نزدې دېرش زره پوځيان دغلته ځای په ځای خواره دي.
د دې سربېره د کله نه چې په اکتوبر کې د حماس او اسرايل شخړه راپورته شوې امريکا سيمې ته په زرګونو زياتي پوځيان لېږلي چې څه پکې په جنګي بېړو کې هم دي.
په منځني ختيځ کې د امريکا د ټولو لوی پوځي مرکز د الوديد اير بيس په نوم په قطر کې دی چې په کال 1996 کې جوړ شوی. بحرين، کويت، سعودي عرب او متحده عرب امارات هغه نور هېوادونه دي چې امريکا پکې پوځې اډې لري.
د شام په العمر ايل فيلډ او الشددي سيمو کې په وړو مرکزونو کې د امريکا خوا و شا نهه سوه پوځيان ګومارل شوي چې زياتره يې د ياد هېواد په شمالي ختيځه برخه کې دي.
يو وړکی پاټک يې د التنف ګيرېزن په نوم په شام کې د عراق او اردن سره په پوله هم شته.
په عراق کې د امريکا دوه نيم زره پوځيان دي چې د يونين تهري او عين الاسد هوايي مرکز په سيمه کې خواره دي خو د دوی د راتلونکي په اړه خبرې اترې روانې دي.
په سيمه کې د امريکا ځواکونه ولې پراته دي؟
دا ځواکونه د بيلا بيلو لاملونو له سؤبه دغلته پراته دي او د شام نه بغير امريکايي پوځيان د دغه نورو ټولو حکومتونو په اجازه ګومارل شوي.
په ځينې ملکونو کې لکه په عراق او شام کې امريکايي ځواکونه د داعش خلاف د جنګ او د ځايي ځواکونو له د مشورو ورکولو د پاره ساتل شوي. خو په تېرو څو کلونو کې دوی د ايران پلوه ځواکونو د بريدونو سره مخ دي چې دوی يې په ضد عمليات کوي.
په اردن کې چې په سيمه کې د امريکا مهم ملګری دی په سلګونو امريکايان تربيه کونکي دي چې کال و سر دوامدار مشقونه کوي. په نورو هېوادونو لکه قطر او متحده عرب امارات کې امريکايي ځواکونه د دې غرض د پاره دي چې خپلو پلويانو ته ډاډ ورکړي، په تربيه کې يې مرسته وکړي او که حاجت وي نو چې په سيمه کې په عملياتو کې برخه واخلي.
ايا په امريکا کې بهرني پوځي مرکزونه شته؟
د واشنګټن پلويان وخت په وخت خپل پوځيان امريکا ته لېږي چې پوځي تربيه يې وشي او شريک تمرينات وکړي خو په متحده ايالات کې بهرنۍ پوځي اډې نشته.
د اردن ټاور 22 څه شی دی؟
ټاور دويشت د اردن شمال ختيځ اخر ته يوه پوځي اډه ده چې د شام او عراق سره يې پوله لګي په اتويشتمه جنورۍ په ډرون ويشتلې شوې چې درې ريزروز امريکايي پوځيان پکې وژلي شوي.
امريکا د بريد ذمه واري په ايران پلوه عراقي مليشه کتيب خزب الله اړولې ده.