امریکې په افغانستان کې د پروفېسرانو د خوشي کېدو هرکلی کړی او د هيلې اشارې يې ورته ویلي

د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون "د دوه پروفېسرانو خوشي کېدل ستايلي"، او ويلي يې دي " مونږ دې پرمختګ ته په دې هيله ګورو او دا اشارې دي چې د افغانستان د ۴۰ کالو اوږده جګړه به ورسره ډېره زر د سياسی جوړ جاړي د لارې ختمه شي".

په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون دوه پروفېسران چې يو د امریکا او بل د اسټريليا ؤ طالبانو درې کاله وروسته د بنديوانو په تبادله کې پرېښودي دي.

امریکې د طالبانو لخوا د لسو نورو افغان بنديوانو د خوشي کېدو هرکلی هم کړی دی.

پمپيو ویلي، "مونږ د افغان ولسمشر اشرف غني او د افغان دولت ستاينه کوو چې خپلو اهدافو ترلاسه کولو پله پرمختګ او ورسره د افغان ځواکونو په پياوړي کولو او اصلاحاتو کار کوي".

د امریکې د بهرنيو چارو وزير د اشرف غني لخوا په طالبانو د خبرو د غږ او اوربند يادګېرنه کړې او ويلي يې دي په تېرو څو ورځو کې په کابل کې د تشدد کموالی "مونږ ته د بېن الافغاني خبرو د کاميابۍ هيله راکوي د کوم څه دپاره چې امریکا مرستې ته تیاره ده".

طالبانو هم د بنديوانو د تبادلې هرکلی دی.

د امریکايي پروفېسرانو په بدل کې افغان حکومت د طالبانو د مهم مشر انس حقاني په ګډون درې طالبان خوشي کړي دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په افغانستان کې د پروفېسرانو د خوشي کېدو هرکلی کړی او ويلي یې دي د افغان شخړې د خبرو اترو د لارې د سياسي حل دپاره پورته کېدونکو ګامونو ملاتړ د پاکستان د قامي پاليسۍ برخه ده.