امریکا: په افغانستان کې د نړيوالو ترهګرو ډلو په بيا رايو ځای کېدو به عمليات کوو

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس

امریکا ويلي، "که په افغانستان کې يې نړيوال ترهګر وليده چې بيا رايو ځای کيږي پرضد به يې عمليات کوي، او د خپلو ګټو خوندي کولو دپاره ګامونه اخلي".

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس دې پوښتنې ته چې [په افغانستان کې تحریک طالبان پاکستان، القاعده، داعش او نورې ډلې بيا رايوځای کېږي]، په ځواب کې ويلي،

"مونږ وړتيا لرو چې کله د ترهګرۍ ضد د مبارزې خبره شي بيا مونږ هلته بيا ګامونه پورته کوو څنګه چې مو د القاعده مشر اېمن الظواهري په نخښه کړو".

هغه زياته کړې امریکا پراخه هدف لري چې ترهګر او نور ونه کړی شي چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد بریدونو دپاره وکاروي. "هو مونږه نورې ډلې هم کتلي چې فعالې دي. تاسو د نورو سره د تحریک طالبان پاکستان يادګېرنه وکړه".

"امریکا په سيمه کې د پاکستان په ګډون د خپلو همکارانو هيوادونو سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې کار کولو ته ژمنه ده چې هر هغه ګام پورته کړي چې په سيمه کې او د سيمې نه بهر د ترهګرۍ مخنيوي وشي".

امریکې په لومړی دسمبر د القاعده برصغير يا د هند د لويې وچې د درېو مشرانو سره د تحریک پاکستان دويم مشر قاري امجد نړيوال ترهګر ګرځولی وو.

او د امريکې د د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي وو، امریکا ژمنه ده چې په افغانستان کې د القاعده برصغير او تحریک طالبان پاکستان لخوا د ګواښونو مخنيوي وکړي.

دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان دپاره د امریکا د ځانګړي استازي تامس ويسټ سره ليدلي او ويلي يې وو،

"د افغانستان نه د نړۍ يا سيمې يو هيواد ته هیڅ ګواښ نشته او د افغانستان خاورې ته به هم د بل کوم هیواد څخه ګواښ نه وي".

تحريک طالبان پاکستان په 28 نومبر د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او له دغې وروسته يې پرله پسې د څو بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

په شپږم دسمبر د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرل عاصم منير د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې تيراه سفر کړی او ويلي ې وو،

"په سيمه کې رياستي عملداري د قبايلي سيمې د خلکو او امنيتي اهلکارو په نه هېرېدونکو قربانۍ په ځای کړی شوې ده او د تل پاتې امن پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه دوام لري".

د پوځ مشر ويلي وو، "چاته به اجازه ور نه کړي چې امن خراب کړي او لاس ته راوړنۍ ګډې وډې کړي".