وایس فار بلوچ میسنګ پرسنز: په دوه مياشتو کې تر 40 زيات بلوڅان لادرکه شوي

د وایس فار بلوچ میسنګ پرسنز د کوټې زون کوارډینېټرې حوران بلوڅ په خبره، "مونږ‎ د لادرکه بلوڅ فعالانو په اړه زيات اندېښمن یو، او ويره لرو چې چري په فېک انکاونټر يا جعلي مقابلوکې ونه وژل شي، ولې چې اول هم داسې شوي دي".

د لا درکه بلوڅانو لپاره غږ پورته کوونکي تنظيم ”وايس فار بلوڅ ميسنګ پرسنز” دعوه کړي چې د بلوڅ ځوانانو په نا قانونه توګه لا درکه کېدل زیات شوي او په تېره يوه اوونۍ کې څلور بلوڅ فعالان او په تيرو دوو مياشتو کې تر 40 زيات بلوڅان لادرکه شوي دي.

د تنظيم چيرمېن نصرالله بلوڅ وي او اې ډيوه ته وويل " له بېلا بېل مکتبه فکر سره تعلق لرونکو خلکو د پورته کولو لړۍ دوام لري، او اوس د خلکو په لادرکه کولو کې زياتوالی راغلی دی".

بلوڅ زیاته کړه دغه بلوڅان د کوټې په شمول د بلوچستان او سيند صوبې د بېلابيلو سيمو څخه لا درکه کړل شوي دي.

د تنظيم د دعوو او تورنو په اړه وي او اې ډيوه د بلوچستان د کورنيو چارو له سلاکار مير ضيا لانګو، د حکومت له وياندې فرح عظيم شاه سره د ټيلي فون او وټس اېپ له لارې تماس ونيوه خو د رپورټ د جوړولو تر وخته دواړو ځواب نه دی ويلی.

نصرالله بلوڅ تور پورې کوي چې د دې خلکو په لادرکه کولو کې د پاکستان استخباراتي او عسکري ادارې لاس لري، د هغه په خبره په بلوچستان کې لا درکه شوو کسانو د موندنې او د خلکو په زوره د لادرکه کېدو د عمل د مخ نيوي لپاره دې حکومت دغه رياستي ادارې تر قانون لاندې و پوښتي او اختيارات ده يې کم کړل شي.

د پاکستان عسکري ادارو او زياتره سياسي او حکومتي زمه وارانو داسې تورونه تر ډيره حده رد کړي دي، او وايي چې زياتره لادرکه کسان بلوڅان نورو ملکونو ته تښتېدلي او ځينې بيا د ناقانونه ګرځول شوو وسلوالو تنظيمونو ملګري شوي دي، وايي پردې بنياد دوی دعوه کوي چې عسکري ادارې د دې خلکو په لادرکه کولو کې لاس نه لري.

د وایس فار بلوچ میسنګ پرسنز د کوټې زون کوارډینېټرې حوران بلوڅ په خبره، "مونږ د لادرکه بلوڅ فعالانو په اړه زيات اندېښمن یو، او ويره لرو چې چري په فېک انکاونټر يا جعلي مقابلوکې ونه وژل شي، ولې چې اول هم داسې شوي دي".

نوموړی تور لګوي چې په تيرو څو کلونو کې يواځې د سي ټي ډي پوليس لخوا د بلوچستان په بېلا بيلو سيمو کې په جلا، جلا عملياتو کې 45 بلوڅان وژل شوي دي.

هغه وويل په دې کې داسې کسان هم وژل شوي چې نومونه يې د لا درکه کسانو په فهرست کې له کلونو موجوده وو، د ځینو نومونه حکومت ته په ورکول شوي لسټ کې هم وو او کورنۍ يې د را خلاصېدو لپاره پر احتجاجونو وې، خو وژل شوي دي.

د ستمبر د میاشتې په اتمه نېټه د پاکستان د داخله چارو مرکزي وزير رانا ثناالله په کوټه کې د لا درکه بلوڅانو د کورنيو له احتجاجي غړو سره د ليدلو په موقع رسنيو ته ويلي وو، د پاکستان وزير اعظم مياں محمد شهباز شريف د لادرکه کسانو د مسلې د حل لپاره په مرکزي کچه پارليماني کمېټۍ جوړه کړې ده او په دې کې د بلوڅ قامپاله ګوند بي اين پي مېنګل په ګډون د ملک د اوو لويو سياسي ګوندونو پارليماني غړي شامله دي.

رانا ثناوالله هغه وخت ویلي وو چې مرکزي حکومت به په دې اړه له اړوند قوتونو او ادارو سره هم رابطه کوي او د لا درکه بلوڅانو د را خوشي کېدو او د خلکو په زوره د لا درکه کېدو د پېښو د مخ نيوي اړوند موضوع به ورسره څېړي.

بلوچستان د پاکستان تر نورو صوبو لويه او له قدرتي وسايلو ډکه صوبه ده.

د چين او پاکستان تر ميځ د اربونو روپو اقتصادي پروژې “سي پېک” مرکز هم بلوچستان صوبه او بلخصوص ګوادر بندر دی.

په بلوچستان صوبه کې وخت په وخت بلوڅ بېلتون خوښي تنظیمونه د پاکستان په پوځ او نورو امنيتي ادارو د بريدونو زمه وارۍ مني. پاکستان دغه وسله وال تنظيمونه د پاکستان ضد قوتونو او ملکونو لاس پوڅي، ترهګر او دښمن بلي او وایي ریاست يواځې د هغه چا سره خبرو ته تیار دی چې د پاکستان ايين او قانون مني.

خو بلوڅ وسله وال تور پورې کوي چې د بلوڅو قدرتي وسايل قبضه شوي، اختيار يې اخيستل شوی، ځکه دوی هيچا ته هم د بلوڅو د ساحل او وسايلو د وړولو او لوټولو اجازه نه ورکوي او مخه به يې نيسي.