د پوليو د مخنيوي دپاره د صحت د نړيوالې ادارې د بېړنۍ کمېټۍ په غونډه کې ويل شوي پاکستان کې اوس هم د پوليو د مخنيوي په وړاندې مشکلات موجود دي او په افغانستان کې کوم جټکه د زیات تګ راتګ له امله پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام دپاره خطره سېوا کوي.
د صحت د نړیوالې ادارې په وېب پاڼه د ورکړی شوي خبر ترمخه، د کمېټۍ په غونډه کې ويل شوي، د تېرې غونډې وروسته پاکستان کې د پوليو نوې پېښه مخې ته راغلې او دې سره پاکستان کې سږ کال په [2023] کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېره دوه ته سېوا شوې ده.
ويل شوي دواړه پېښې د خېبرپښتونخوا په بنو کې مخې ته راغلي، او سږ کال په پاکستان کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس 15 مثبتې نمونې هم معلومې شوي دي.
د خبر ترمخه، د خېبرپښتونخوا په جنوب کې يو لک 60000 ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شوي خو بيا هم د پوليو د مخنيوي په وړاندې چېلنجونه موجود دي.
په مشکلاتو کې "سياسي بې ثباتي، په ځينو سيمو کې امنيت، د پوليو ټيمونو ته د پوليس ساتنې ضرورت، او د نورو غوښتنو په بدل کې د پوليو څاڅکو ورکولو څخه بايکاټ" شامل دي.
ويل شوي د پوليو ضد څاڅکو پروګرام کې ډېر ماشومان د څاڅکو څخه پاتې کیږي. په خبر کې زياته کړی شوې "د خېبرپښتونخوا د جنوبي سيمو پرته، پاکستان کې پوليو شتون نه لري خو په پېښور او کراچۍ کې په ماحولياتي نمونو کې د وايرسو شتون په ګوته کوي چې خطره اوس هم موجوده ده".
د افغانستان په حواله ویل شوي، دغلته د پوليو پينځه نورې پېښې مخې ته راغلي او ټولې په ننګرهار کې معلومې شوي دي، او سږ کال په افغانستان کې په 32 ماحولياتي نمونو کې د پوليو وایرس تصديق شوی دی.
ويل شوي دغه ټولې مثبتې نمونې د افغانستان په ختيځه سيمه کې معلومې شوي يواځې يوه په جنوبي سيمه کندهار او يوه په شمالي سيمه بلخ کې معلومه شوې ده.
کمېټۍ ویلي سږ کال په افغانستان کې مثبتې نمونې زياتې شوي خو دا ښي چې دغلته څارنه هم زياته شوې ده. ويل شوي د پوليو د ويکسينو څخه محرومه پاتې کېدونکو ماشومانو شمېره کميږي، او د پوليو ضد ښې کمپاينې کيږي خو دا به سېوا کول او معيار به یې په ځای ساتل وي.
ويل شوي، "په افغانستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ته جټکه لګېدل پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ته خطره سېوا کوي ځکه چې د ابادۍ زيات تګ راتګ کيږي".
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام او صحت چارواکي تکراروي چې د پوليو د مخنيوي دپاره کمپاينې یې دوامداره دي او هڅه کوي چې په ټول ملک کې او د افغانستان سره په ګډه د پوليو وايرس په مخنيوي کې کامياب شي.