په واشنگټن ډي سي کې د میرمنو د خپلو حقونو لپاره لاریون

د امریکا په سر ښار واشنگټن ډي سي کې د ښځو په نړیواله ورځ یو لاریون شوې چې پکې وتلو ښځينه بشر پالانو برخه اخستې.

په واشنگټن کې د ښځو لاریون ته په وینا کې د بشري حقونو فعالې گلالۍ اسماعيل وویل باید ښځې ځان ته په نرواکه ټولنه کې په خپله ځایونه پیدا کړي. د هغې په خیال حقونو بې د کړاوونو او زیارونو نه شي گټل کیدلې.

هغې وویل دوي دلته ځکه راغونډې شوي چې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

بشر پاله گلالۍ اسماعيل په واشنگټن کې د ښځو لاریون ته وینا کوي

یوې بلې بشر پالې او لیکوالې ماروي سرمد هم په خپله وینا کې د ښځو څخه په ځانگړي ډول وغوښتل چې که دوي خپل حقونه نه غواړي نو څوک یې په خپله ورته نه ورکوي.

ماروي سرمد وویل دوي د ریاست پاکستان نه غوښتنه کوي چې د ښځو د حقونو تحفظ وکړي.

هغې وي او ای ډیوه ته وویل چې دوي غوښتنه کوي چې په پاکستان دې ېوې میاشتې تنخوا لږ تر لږه 40000 روپۍ کړي او هم دومره باید د ښځو وي.

Your browser doesn’t support HTML5

Marvi Sirmad rights activist

په واشنگټن کې ددې لاریون تابیا کونکې یوې فعالې زینب مجوکه وویل چې ددې لاریون یو مقصد په پاکستان کې د ښځو سره یو والی ښودل هم دي.

هغې وویل چې ښځې د سړو سره د برابرۍ حق غواړي.

Your browser doesn’t support HTML5

Zenab Majoka rights activist

په اتم مارچ د ښځو د حقونو په نړیواله ورځ د پاکستان په گډون د نړۍ په یو شمیر ښارونو کې مظاهرې وشوې.