د پاکستانۍ روپۍ نوې بیعه، د قرضو پېټی او په خزانه کې کمې ډالرې

د پاکستان نوې اقتصادي شمېرو ترمخه د هیواد مرکزي بینک کې زرمبادله د یوې اونۍ یا هفتې په بنیاد د نیم فیصد نه زیات کمی راغلی.

د پاکستان مرکزي بینک د شمېرې ترمخه د جولاي په ۲۰ مه نېټه باندې د سټیټ بینک سره د خارجه کرنسۍ ذخيري ۹۰۱۰ ملینه ډالره ته رسیدلي. یو هفته وړاندې په سټیټ بینک کې د خارجي ذخیرو مقدار ۹۰۶۳ ملینه ډالر وو کوم چې په یو هفته کې ۵۲.۹ ملین ‌ډالر کموالی دی.

د زرمبادله کمې کچې له کبله سټیټ بینک آف پاکستان د کال ۲۰۱۷ دسمبرمیاشت راهسې د ډالر په مقابله کې د روپۍ بیعه څلور ځله ښکته کړې. پاکستان کې د بهرنۍ قرضو قسطونو ورکول د روپۍ ښکته کولو علتونه ښودلی شوي.

د پاکستان زرمبادله ذخیرو کې دا کمی پداسې حال راغلی چې تحریک انصاف د جولاي په ۲۵تمه نېټه شوو پارلیماني انتخاباتو کې اکثریت ترلاسه کړی او امکان دی نوموړي په مرکز کې حکومت جوړ کړي. نوموړي د ګټې وروستو په خپله اولنۍ وینا کې ویلي پاکستان ته به د بهر ملکونو نه سرمایه کاري راوړي او د هیواد اقتصاد به ښه کوي.

د عمران خان لپاره به د کمو ملکي زرمبادله ذخیرو او قرضو د بوج لاندې د هیواد اقتصاد مخ په وړاندې بوتلل یو غټ چیلنج وي.

د زرمبادله کمې کچې له کبله سټیټ بینک آف پاکستان د کال ۲۰۱۷ دسمبرمیاشت راهسې د ډالر په مقابله کې د روپۍ بیعه څلور ځله ښکته کړې.

پاکستان کې د بهرنۍ قرضو قسطونو ورکول د روپۍ ښکته کولو علتونه ښودلی شوي. د سټیټ بینک په شمول په ملک کې بینکونو سره د زرمبادله ذخیرو ټول حجم ۱۵۷۲۸.۸ ملین ډالره دی.

د پاکستان په بینکونو کې د زرمبادله ذخیرو کمې کچې د پاکستان په روپۍ ‌دباو زیات کړی چې له وجې يې د ډالر په مقابله کې روپۍ بیعه په وروستیو میاشتو کې څلور ځله ښکته کړی شوې. د دسمبرمیاشت راهسې دا د ډالر په مقابله کې د روپۍ ۲۲ فیصده کموالی دی.

د پاکستان د مالیاتو د څېړنې ادارې وايي پاکستان به د زیاتیدونکې خساره اکاونټ او په ښکته پریوتونکي ذرمبادله ذخیرو باندې کنټرول ترلاسه کولو لپاره نړیوالي مالیاتي ادارې ته د نورې قرضې لپاره ورځي.

عمران خان په خپله وروستۍ وینا کې ویلي هغه د ملک د ټیکس نظام مضبوطوي او دا چې د خلکو د ټیکسونو تحفظ به کوي. نوموړي ویلي د ملکي اقتصاد مضبوطولو لپاره به حکومتۍ خرڅ راکمولو ترڅنګ یو شمېر اقتصادي پلانونه شروع کوي. څېړنکاران وايي عمران خان به د پاکستان اقتصادي وده ښه کولو او د ملک د پرمختګ پلانونو ته عملي شکل ورکولو کې د مالي چیلنجونو سره مخ کېږي.