په اسلام اباد کې ژورنالسټان او د مدني ټولنې غړي وايي د اسلام اباد په نيشنل پرېس کلب کې د مشرانو ژورنالسټانو ناسته وه خو د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور پشتين پرېس کلب ته په بلل کېدو دغه غونډه ودرول شوې ده.
د ښځو د حقونو دپاره کار کوونکي تنظيم (وومن ډېموکرېټک تنظيم) مشره او د پي ټي اېم فعاله عصمت شاه جهان وايي د هر خالي، شنبې په ورځ د پرېس کلب په لايبرېرۍ کې د مشرانو ژورنالسټانو ناسته کيږي او هغې ته منظور پشتين رابلل شوی ؤ.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې شاه جهان وويل "د پروګرام پېل کېدو نه يو ساعت وړاندې ورته د لايبريرۍ مشر جميل وويل چې د پرېس کلب سيکرټري انور رضا لايبريري وتړله".
شاه جهان وايي "هو، دا ناسته د منظور پشتين د وجې کېدو نه ده پرېښودل شوې او لايبريري تړل شوې ده".
اغلې دغه خبره په خپل فېس بک ليکلې او په پارک کې د ناستې عکسونه يې خپاره کړي دي،
وي او ای ډيوه ته د اسلام اباد نيشنل پرېس کلب صدر شکيل قرار وروسته وويل چې په پرېس کلب کې داسې هيڅ قسم بندېز نشته، او هغه پرون په خپله موجود نه ؤ، هغه په حال خبر شوی دی او پلټنې يې کوي چې چا داسې کار کړی دی.
په ټولنيزو رسنیو ژورنالسټانو دغه عمل په سختو ټکو کې غندلی دی.
ژورنالسټ مطيع الله جان په ټويټر ویلي،
"نيشنل پرېس کلب ته د پي ټي اېم د مشر منظور پشتین په ننوتولو بندېز او د مشرانو ژورنالسټانو مجبورا د پرېس کلب نه بهر ناسته د افسوس او غندلو وړ پېښه ده. د پرېس کلب د عزت ساتلو دپاره به پېشه ور ژورنالسټانو فورم ته قدم پورته کول وي".
نیشنل پریس کلب اسلام آباد میں پی ٹی ایم کے راہنما منظور پشتین کے داخلے پر پابندی اور سینئیر جرنلسٹ فورم کے بزرگ صحافیوں کا مجبوراً پریس کلب سے باہر اجلاس منعقد کرنا قابل افسوس مذمت واقعہ ہے- پریس کلب کی ساکھ پر اس سیاہ دھبے کو دھونے واسطے پیشہ ور صحافیوں کو فوری اقدام اٹھاناہونگا
— Matiullah Jan (@Matiullahjan919) November 23, 2019
ژورنالسټ محمد الياس خان ویلي،
"اسلام پرېس کلب د پلازمینې سينئیر ژورنالسټان بهر کړي چا چې منظور پشتين د اوونيزې ناستې غونډې ته رابللی ؤ، او دوی بيا دغه ناسته د ماشومانو په پارک کې کړې ده".
Islamabad press club today expelled the capital’s senior journalists who had invited Manzoor Pashteen for an off the record discussion at their weekly Senior Journalists’ Forum. They held the forum at a children’s park across the road from the club. pic.twitter.com/Co1KjEwyUH
— Mohammad Ilyas Khan (@MohammadIlyasKh) November 23, 2019
د پي ټي اېم مشرانو د روان کال اپرېل په مياشت کې هم ویلي ؤ چې محسن داوړ او علي وزير ته د اسلام اباد د پرېس کلب په ودانۍ کې د پرېس کانفرنس اجازت نه ؤ ورکړی شوی.