سپين پوستي خلک به د اتوار په ورځ په واشنګټن کې مظاهره کوي

د اتوار په ورځ د امريکا پاېه تخت واشنګټن ډي سي کې سپين پوستي خلک د تېر کال د هغه لاريون کليزه لمانځي چې په تشدد ختم شوی وو.

د واشنګټن او ورسره د لېګيدلي ورجينيا رياست چارواکو د دې دستورې پرامنه ساتلو پوره تيارۍ نيولي او صدر ټرمپ هم تېره ورځ په ټوېټر ويلي، " مونږه له د يو قام په هېڅ را يو کېدل پکار دي، زه د ټولو امريکايانو لپاره امن غواړم او د هر قسمه تشدد او نسلي تعصب غندنه کوم"

د واشنګټڼ مېيره مېرمن موريل باوزر ويلي په واشنګټن ښار کې يي د سپين پوستو لاريون پرامنه ساتلو لپاره ټولې تيارۍ سر ته رسولي دي،

مېرمن باوزر په يو خبري کانفرنس کې ويلي، " ځينې خلک زمونږه ښار ته د نفرت او کرکې خورولو لپاره راځي، مونږه هر ډول نسلي تعصب په ضد يو او چاته به اجازه ور نه کړو چې په دې ښار کې نفرتونه خواره کړي."

د واشنګټن ښار د پوليسو مشر پيټر نيوشم ويلي په واشنګټن کې به هيچاته د وسلې راوړلو اجازه نه وي تر دې چې لاېسني وسله ګرځول هم منې کړی شوي دي.

نوموړي ويلي د واشنګټن پوليس به بېدار وي چې څوک دې مظاهرو ته وسله را نه وړي.

د ورجينيا رياست ګورنر رالف نورتهم او د شارلېټ وېلز ښار چارواکو د رياست په يو شمېر ښارونو کې اېمرجنسي لګولې ده.

ګورنر نورتهم وايي په رياست کې بېړنی حالت يا اېمرجنسي لګول په امدادي کارونو کې اسانتیاوې پېدا کوي.
د ورجينيا د پوليسو مشر جېري سيټل ويلي د اتوار په ورځ د امنيت ټينګولو لپاره ۷۰۰ پوليس ګمارل شوي دي.

تېرکال د ورجينا په شارلېټ وېل نومې ښار کې سپين پوستو د يوناېټ دي راېټ په نوم اجتجاجي مظاهره کوله چې په ضد يي د نورو ټولنو خلکو هم يو بل لاريون ويستلی وو. د سپين پوستو د ډلې نه جېمز اېلېکس نومې تن په مخالفه مظاهرچيانو موټر ورخېجولی وو او هيدر هاېر نومې تن يي وژلي وو چې وروسته بيا د دواړو ډلو تر مينځه انښتې شوې وې.

د دغې مظاهرو په څارنه مامور د دوه پوليسانو هيلي کاپټر غورځېدلی وو چې دواړه پکې مړه شوي وو.

صدر ټرمپ د دغې مظاهرچيانو د جګړو په غبرګون کې ويلي وو دواړوخواو ته ښه خلک دي، په دې خبره د تور پوستو او نور ډلو لخوا سخت غبرګون پارېدلی وو چې ګنې صدر ټرمپ د سپين پوستو خلکو پلوي کړې ده .

د ورجينا شارلېټ وېل ښار د واشنګټن نه ۱۸۷ کلوميټره لرې پروت دی او چارواکي اندېښمن دي چې د سپين پوستو د تنظيم ځينې خلک به د ورجينيا رياست په نورو سيمو کې هم احتجاجونه اوکړي او ورسره به اړی ګړی پېدا شي.