نړیوال جوډو فېډرېشن د پوتین اعزازي صدارت ځنډولی

د جوډو نړیوال فېډرېشن په اوکرېن باندې د روس د یرغل وروسته، د ياد فېډرېشن لپاره د پوتین اعزازي صدارت ځنډولی دی. پوتين د جوډو لوبغاړی دی او په دغه لوبه کې بلېک بېلټ (توره پټه) لري.

فېډرېشن د روس د صدر پوتين د لوبې دسفیر په توګه رول هم ځنډولی دی. پوتین په جوډو کې تر ټولو لوړه سیالي هم ګټلې او د 2008 راسې د جوډو د نړیوال فېډرېشن اعزازي صدر دی. ميډيايي رپوټونه وايي پوتين جوډو او ایس هاکي دواړه لوبې کوي.