لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان : ځانمرگي بريد کې دنيټو درې عسکر وژل شوي


دافغانستان په وردک ولايت کې دنهې په ورځ دافغان اؤ نيټو ځواکونو په يو پوځي کاروان شوي يو ځانمرگي بريد کې دنيټو درې عسکر وژل شوي دي.
دنيټو لخوا جاري شوي يو بيان کې دغه چاؤدنه کې دريوؤ عسکرو دوژنې پخلى شوى، خو دتگلارې سره سم يې دوژل شوؤ عسکرو دقوميت په اړه جزئيات نۀ دي ورکړي.
دوردک حکومتي وياند عطاء الله خوگياڼي يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې په يو خرۀ سور ځانمرگي ځان الوځولى چې له امله يې درې دنيټو عسکر اؤ دهغوي يو افغان ترجمان وژل شوى دى.
هغه وويل چې په سيداباد اولسوالۍ کې په پوځي کاروان شوې دغه ځانمرگي حمله کې څلور افغان عسکر ژوبل شوي هم دي.
ددغه حملې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې، خو په تيرو وختونو کې افغانستان کې په افغان اؤ بهرنو عسکرو دشوؤ حملو مسؤليت طالبانو په غاړه اخستى.
بلخوا لوړپوړي امريکائي پوځي مشر جنرل مارټن ډيمپسي وئيلي دي هغه غواړي چې امريکا اؤ افغانستان داکتوبر پورې په هاغه سټريټجک تړون راضي شي ، چې ترمخه به يې د٢٠١٤م څخه په وراخوا افغانستان کې ځينو امريکائي پوځيانو ته دپاتې کيدو اجازت وي.
چئيرمين جوائنټ چيفس اف سټاف دگل په ورځ دا هم وئيلي دي چې هغه د” زيرو اپشن “ ملاتړ نۀ کوي، دزيرو اپشن ترمخه به د٢٠١٤م تراخره افغانستان څخه ټول امريکائي پوځيان وتل وي.
جنرل ډيمپسي دغه ليدنې په کابل کې کړي دي، ښاغلي ډيمپسي دغلته دافغان صدر حامد کرزي اؤ نورو افغان مشرانو سره ليدنې کړي دي
XS
SM
MD
LG