په واشنګټن ډي.سي کې یوه غونډه شوې، چې د افغان حکومت یوه ښځینه پلاوي هم پکې ګډون کړی. په غونډه کې په دې اړه خبرې شوې او حکومت ته مشورې ورکړل شوې دي، چې ښځې د حکومت په پالیسیو جوړولو کې څه رول لوبولای شي او مرسته کولای شي.
د بهرنۍ تګلارې په اړه دغه غونډه د ښځو، امن او ارامۍ لپاره د جورج ټاون ادارې او د امریکا-افغان مېرمنو د شورا په ګډو هڅو د واشنګټن په پروکینګز اداره کې جوړه شوې وه.
په دې پلاوي کې پینځه افغانې مېرمنې شاملې دي، دوی په غونډه کې افغان حکومت ته پر ور پېښو چېلنجونو او د هغوی د حل پر لارو چارو خبرې وکړې.
دوی وویل چې د ترهګرۍ د مخنیوي او د امن د تګلارې په جوړولو کې افغانې ښځې ښه رول تر سره کولای شي.
د دې تر څنګ دوی په افغانستان کې د ښځو د پرمختګ او په ټولنه کې د دوی د فعاله کردار په لړ کې د افغان حکومت د بېلابېلو منصوبو او پروګرامونو په اړه هم څرګندونې وکړې.
په دې پلاوي کې د افغانستان په اقتصاد وزارت کې د پالیسۍ مرستیاله وزیره ناهید سرابي، د معدن او تېلو وزارت مرستیاله وزیره غزال حبیبیار ساپۍ، په عالي شورا کې د ولسمشر غني مشره سلاکاره شررزاد اکبر، د افغان ولسمشر د انتظامي دفتر د پالیسۍ او څېړنې مشره ناهید ایثار، د اساسي قانون د نفوذ د څار د خپلواک کمیشن مشره غزال حارث، د کابل د ایالتي شورا غړې ډاکټره زهره نوابي او د انتظامي اصلاحاتو ملکي خدمتونو د خپلواک کمیشن مشره مقدسه یورش شاملې دي.
دوی هیله څرګنده کړه چې د امریکې د حکومت له خوا په افغانستان کې د تلپاتي امنیت او د ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې کومه مرسته او همکاري کېږي، هغه باید دوام ولري. دوی وایي که څه هم امنیتي حالات کړکېچن دي او د حکومت واک او قدرت په ټول افغانستان کې هغه شان نه دی، څنګه چې دوی غواړي خو بیا هم دوی هیله من دي چې د تعلیم، کار روزګار او د ژوند د بنیادي وسایلو په ورکولو سره به د خلکو باور بیرته وګټي.
دغه افغان ښځینه پلاوی وایي اوسني افغان حکومت د هېواد په ادارو کې ښځو ته د کار ورکولو لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي، خو لا هم ښځو ته له نارینه وو سره د برابر کار روزګار اسانتیا نه شته او په دې برخه کې ډېرو هلو ځلو ته اړتیا ده.