د ملګرو ملتونو (م.م) پرمختایي ادارې په پاکستان کې د غربت کچه ښوولې او ویلي یې دي چې بلوچستان د پاکستان تر ټولو غریبه صوبه ده.
یو این ډي پي په خپل تازه رپوټ کې ویلي، چې په کلاعبدالله سیمه کې ۹۶ فیصده خلک د غربت تر کرښه لاندې ژوند تېروي.
د کلا عبدالله ضلعې مرکز چمن که څه د افغانستان پولې ته نیژدې پرته سیمه ده او اکثر خلک یې تجارت کوي، خو د شاوخوا کلیو خلک یې په زیاته بېوزلۍ کې ژوند کوي.
د سیمې خلک شکایت کوي چې وروستیو حکومتونو په دې سیمه کې د پام وړ پرمختیایي منصوبې نه دي تر سره کړې، چې له امله یې خلک په پرله پسې توګه په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی او عبدالقهار ودان د قومي اسمبلۍ غړي، د بلوچستان ګورنر محمدخان اڅکزی، د بلوچستان په تېره کابینه کې ایالتي وزیر ډاکټر حامد اڅکزی او د پبلک اکاونټ کمېټۍ پخوانی مشر مجیدخان اڅکزی او د عوامي نېشنل ګوند پارلماني مشر زمرک خان اڅکزی ټول د کلاعبدالله ضلعې اوسېدونکي دي، خو د سیمې اوسېدونکي یې ورڅخه شکایت کوي، چې په خپله سیمه کې یې د خلکو د روزګار د ښه کولو لپاره د پام وړ کارونه نه دي کړي.
د خیبرپښتونخوا کوهستان سیمه هم په پاکستان کې دویم نمبر غریبه سیمه ګڼل شوې ده، چې وایي هلته ۹۵ فیصده خلک د ژوند بنیادي اسانتیاوې نه لري.
رپوټ وایي په بلوچستان کې د غربت کچه ۷۱.۲ فیصده ده، چې په کلیوالو سیمو کې ۸۴.۶ فیصده او په ښاري سیمو کې ۳۷.۷ فیصده بېوزلي ده. همدارنګه په سیند کې د غربت مجموعي کچه ۴۳.۱، په پښتونخوا کې ۴۹.۲ او په پنجاب کې تر ټولو کمه ۳۱.۴ فیصده ښوول شوې ده.
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره وایي په قبایلي سیمو کې هم ۷۳.۷ فیصده خلک د غربت تر کرښه لاندې ژوند کوي.
رپوټ د پنجاب صوبې مرکز لاهور، د سیند مرکز کراچۍ، د بلوچستان مرکز کوټه او د پښتونخوا صوبې هریپور سیمه د پاکستان شتمن ځایونه ګڼي.
په رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی چې که د پاکستان په غریبو سیمو کې د غربت مخنیوی ونه شو، نو د ترهګرۍ اندېښنه ورسره تړلې ده.