لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکې بيا په پاکستان د ترهګرۍ پرضد ګامونو اخستو ټينګار کړی


د امريکې د دفاع محکمې پېنټاګون په اسلام اباد ټينګار کړی او ورياده کړې يې ده چې په سويلي اسيا کې د ترهګرۍ پرضد جګړه يو مهم پړاؤ ته رسېدلې پاکستان بايد د دغه موقعې څخه ګټه پورته کړي او ترهګرۍ ته ماتې ورکړي.

د پېنټاګون وياندې ډېنا ډبليو وايټ په اوونيز احوال تېرولو کې خبريالانو ته ویلي، "مونږ پاکستان ته احترام لروخو مونږ ګڼو چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد جګړه کې نور ډېر څه کولی شي".

هغې ویلي، " دا يو مهم پړاؤ دی او پاکستان سره موقع ده چې د دې نه ګټه پورته کړي، پاکستان په خپله د ترهګرۍ مخ پاتې شوی مونږ پاکستان سره په ګډه کار کول دوامداره ساتل غواړو او ګورو چې چرته موقعې موجودې دي".

د پېنټاګون ویاندې دغه څرګندوې په داسې حال کې کړي چې پاکستان د امریکې د امريکې د فشار لاندې دی او د دواړو هېوادونو اړيکې هم تاؤژنې دي.

د تېر اګست په میاشت کې د امريکايي صدر د افغانستان او سويلي اسيا د تګلارې اعلانولو او بيا د روان کال په لمړۍ نېټه د صدر ټرمپ د ټویټ وروستو امريکې د پاکستان پوځي مرستې هم ځنډولي دي.

خو امريکايي چارواکو ويلي پاکستان کولی شي چې په خپله خاوره د حقاني شبکې او نورو ترهګرو پرضد غوڅ عمليات وکړي او بيرته دغه پوځي مرستې ترلاسه کړي.

پاکستان په خپل ځان لګیدلي تورونه ردوي.

په عېن حال کې چې د دواړو ملکونو اړیکې تاؤژنې دي د دواړو هېوادونو استازي پکې يو بل سره سفرونه هم کوي.

د پېنټاګون ویاندې دغه څرګندونه په داسې حال کې کړي چې د پاکستان د بهرنو چارو د دفتر سېکتره تهمينه جنجوعه د سه شنبې/ نهې د ورځې نه دوه ورځنۍ امريکايي دوره پېلوي.

د افغان دولت په طالبانو د سولې د غږ او دغه وړانديز ته د پاکستان د هرکلي د څرګندونې په غبرګون کې د پېنټاګون ویاندې ويلي،"طالبانو ته به ترهګري پرېښودل وي، هغوي به د تشدد نه لاس اخلي او د افغانستان اساسي قانون (ايين) به مني" .

څو ورځې وړاندې د کابل پروسې کانفرنس کې افغان صدر اشرف غني په طالبانو د سولې د خبرو غږ کړی او پاکستان ته يې د سولې د مذاکرتو وړانديز کړی ؤ.

اشرف غني طالبانو ته په مخاطب کولو سره ويلي ؤ، "د طالبانو مشرتابه او هر طالب! نن فیصله ستاسو په لاس کې ده، سوله ومنئ، په عزت یې ومنئ او راشئ دا خاوره چې زموږ د خلکو د شهیدانو او قربانیو نتیجه ده، بېرته وساتو".

د ښاغلي صدر وړانديز ته په رسمي ډول طالبانو تراوسه کوم غبرګون نه دی ويلی.

XS
SM
MD
LG